شعـــــرونه

محمد دی د کونینو محترم/ محمد يوسف احمدي

ق یوسف احمدي

محمد دی د کونینوزمحترم
دی تر واړه کائناتو مکـرم

ملائک دي، جنُ انس ترعرشه پورې
پیدا شوی یې له رویه درست عالم

مؤخر په ظاهري صورت پیدا دی
په معنا کې تر همه وو مقدم

مقتدا دی د جمله وو رسولانو
له عیسی نه را نیولې تر آدم

منوره یې نړۍ دلمر په شان کړه
د رب نور وو ځلیدلی په حرم

ما فقیر د محمد تر نامه ځار کړې
کائنات یې واړه لاندې تر قدم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx