شعـــــرونه

چي رحمت او زحمت دواړه سره مل شي/ مهاجر فراهي

زاهدزاده (مهاجر فراهي)

چي رحمت او زحمت دواړه سره مل شي
مشکلات د ژوندانه به واړه حل شي

کوم قومونه چې زيار باسي پرمختګ کړي
پيداوار يې سپوږمکۍ, ډرون او او بتل شي

د ورغوي دا تڼاکې ملغلرې
راته پاته د نيکو دغه متل شي

ناپوهان دغرب تقليد ښه په وياړ کاندي
ښيرازي نه په نکټای نه په بيټل شي !

د دنيا نه چي زاهد زاهدزاده سي
هر کړچار به يې دخوږو زړو درمل سي !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx