شعـــــرونه

چې ته زمـا که زه دا ستا غوندې یم/ تڼيوال

نوراني تڼېوال

چې ته زمـا که زه دا ستا غوندې یم
لارو ته ګـــورم ور خــطـا غوندې یم

سرابـي حُسـن د ژونـدون په دښـتـه
ورپسې ځـمــه د صـحـرا غوندې یم

بېباکۀ ژوند مې وکړو څه مې وکړل
چې د ثـواب کــه د ګـنـاه غوندې یم

ستا بـې غوري وه کـه زما بـې غوري
چې د تـیـارې کــه د رڼـا غـوندې یـم

راشه په زلـفـو کـې مـې ګل کـړه ګلۀ!
لـکــه ګلاب د چــا ښــکـلا غوندې یم

نـورانـي خېر کـه سره او سپین نلرم
په خوی ملنګ په زړه پاچا غوندې یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx