
شعـــــرونه
ډېوې د اوښکو مې له سترګو څڅېدې مړې کېدې/ اياس
عزيز الرحمن اياس
وړې وړې راغټېدې، مړاوې کیدې مړې کېدې
د ژوند پر څانګو چې مې ورځې تېرېدې مړې کېدې
په دې اومید چې تا پیدا کړم پر سکروټو راتلم
هیلې مې پلونو غوندې شاته پاتېدې مړې کېدې
رڼه سپوږمۍ، درد او ستا یاد، چوپ دېوالونه او زه
ډېوې د اوښکو مې له سترګو څڅېدې مړې کېدې
زه یې د غره غوندې په مخه کې ډاډه ولاړ وم
ستا د هجران لمبې چې څومره ډېرېدې مړې کېدې
ژوند به نو څنګه وو؟ ته نه وې زه تنها پاتې وم
د هجر شپې دي غټېدې کوشنۍ کېدې مړې کېدې
له دومره کلک هوډ سره بیا مې هم هېر نه شوې کړای ته
پخې توبې مې خامېدې را ماتېدې مړې کېدې
ایاس مُلا؟ او ستا په مخ کې د ویلو جرئت؟
کومې خبرې چې به خولې ته رسېدې مړې کېدې