
شعـــــرونه
خلاف د زړه او عقل درېدل اسانه نه دي/ شرين زوی
شهزاده شیرین زوی
خلاف د زړه او عقل درېــــدل اسانــــه نه دي
پوټکی له خپل ځان ځنې اېستل اسانه نه دي
ثبوت مې د وفا هـــــر بې وفا تــه دی ورکړی
که څه هم بد پـــــه ښو ځوابول اسانه نه دي
د خپل اخلاص طعنې او پېغورونه مې زغملي
په يېبلو پښو سکروټو باندې تلل اسانه نه دي
محفل کـــې د بې دردو يم له درده خندېدلی
ژړا تـــه د خندا رنــګ ورکــــول اسانه نه دي
ما ډېر نازونه وړي دي پــــه خپلو باڼـو باندې
نښتر د چــــا و پښو تـــه ټيټول اسانه نه دي
ما تل فکر د نورو د مفاد پـه خپل زيـان کړی
زما شيرين زوی نوم نور هېرول اسانه نه دي