شعـــــرونه

لکه مور/ حيات خان همت

حیات خان همت

په لاس کي یې د څو ستورو تسپې دي لکه مور
سپوږمۍ هم رڼي کړې ماته شپې دي لکه مور

زه دومره غټ هم نه یم لکه څومره چي مي ښه یي
کوټه کي مي کټ مټ داسي اینې دي لکه مور

ای ځانه ما را لوی کړې اوس زما پر ځای د بل سوې
په زړه کي مي بیخي ډیري ګیلې دي لکه مور

زما پر ګناهونو خدای ته لیکي چي ماشوم دی
زما پر اوږو داسي فرشتې دي لکه مور

غصه دي د بابا د غصې طرز کوي لالیه
خبري دي یوڅه داسي پستې دي لکه مور

پالمه مي غزله د اولاد غوندي همتــــه!
په ما کي هم د میني سرچینې دي لکه مور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx