نظــر

د ملل متحد غونډه، د افغانستان اړوند يې اندېښنې او غوښتنې!

احمد منصور

د سپټمبر په ۱۹ د ملل متحد اته اویايمه غونډ دایره شوه چې نړۍ والو چارواکو پکې ګډون کړی وو ، د غونډې کوم جريان چې ما په رسنیو کې څارلی له جوبايډن پرته اکثرو چارواکو خولې زمونږ لور ته راخلاصې وې چا له مونږ انديښنې، ښودلې ، چا د دوحې تړون ته د پاپندۍ خبرداری را کاوه، چا د ټول شموله نظام مشورې را شړلې او چا له خاورې مو اندېښنې ښودې جالبه دا وه چې زمونږ استازي ته يې د ګډون بلنه نه ده ورکړې دا نو عقل مني؟ چې غونډه دې اتيا فيصده په ما جوړه کړې خو له ځان مې د دفاع په موخه د ګفتار او ځواب ويلو حق نه راکوې په داسې حال کې چې د بيان د آزادۍ او د بشري حقوقو د ورکړې مدعي هم يې غواړم د ځینو چارواکو څرګندونو په اړه پې تبصرې ولرم څو د يوه افغان په حيث خپل مکلفيت اداء کړم . د ليکنې په پيل کې مې زمونږ اړوند د جوبايډن د سکوت يادونه وکړه شايد مغرضو بل ډول تعبير کړی وی خو زه وايم چې جوبايډن نه په خپل آند افغانستان وساته ، نه پرې اوسنی نظام زغملی شي او نه تېره شل کلنه امريکا پاتې ، دلته هغه تندريز ګوزارونه يې په ياد سره غوږو کې انګازې کوي ځکه نن له نوم يې هم تښتي .

د ايران او ترکې له لور په افغانستان کې د ټول شموله نظام په جوړېدو تاکيد حيرانوونکی او خندوونکی ده ځکه د تروريزم د تعريف په څېر نن د ټول شموله تعريف هم مجهول او نامعلوم ده، لومړی دې ايران خپل نظام ټول شموله ثابت کړي له سنيانو سره ظلم يې عيان ده کوم لوړ پوړی سني چارواکی چې له کامل صلاحيت برخوردار وي نه يې لري همدا سږکال يې مشهور سني عالم مولوي عبدالمجيد د حج فريضې اداء کېدا ته پرېنښود.

د اردوغان له ټول شموله نظام هدف که په نظام کې له هر ولايت ، هر مذهب او قوم خلک وي هغه خو مونږ لرو خو که هدف يې د نظام مخالفين وي ترې ودې پوښتل شي چې د انتخاباتی مخالف له پارټۍ يې څوک وزیر او عمومي رئيس کړ؟

د قطر امیر په غونډه کې له امارت وغوښتل څو د دوحې تړوند ته ژمن پاتې شي خو د امریکا له لور د پرلپسپې د تړون ماتېدا قصدي کړنې يې ونه غندلې، نه يې ورته وویل چې د افغان اولس حق مو ولې غصب کړ؟ بنديزونه مو ولې لګولي، تور لېست مو ولې نه دی ختم کړی او په افغانستان د ډرون طیارو مانورې ولې کوی؟ قطر بايد به رښتوني توګه د دریم ګړي رول آداء کړي.

تاجکستان دې زمونږ په جغرافيه کې د تروریستي ډلو د شتون دعوې نه کوي، د داعش اکثره تشکيلات له تاجکستان کيږي او افراد يې اکثره تاجکان دي دا په دې معنی چې دغلته نفوذ لري لاسونه په مونږ مه پاکوی. ملل متحد غونډه نه ده سمه جوړه شوې دسيسه ده هېوادونه خپل مشکلات، خپل مکلفيتونه نه پېژني په مونږ ځانونه پټوي.

زمونږ نظام هم خپله د مسؤلیت ساحه پېژني او هم داخلي چارې ، کرنسي مو خپله با اهمیته کړې، د نشه يي توګو کښت مو صفر کړی، پرې د معتادو مو درملنه پيل کړې، واقعي سوالګرو ته مياشتنۍ خرچ ورکول کيږي، لکونه يتيمان او کونډو ته خوراکي توګي او مياشتېنۍ نغدې ورکول کيږي ، د کامل امن فضاء مو د رب په نصرت محياء کړې تاسو ته دا مثبت پاينټونه نه ښکاري کله د ټول شموله نظام نه شتون بهانه کوی چې تعریف ورته خپله هم نه لری کله د انجونو د مکاتبو بندښت ، حال دا چې داخلي موضوع ده تاسو پورې ربط هم نه لري او که نړۍ واله موضوع يې بولی بيا ولې هغو هېوادو ته ګوته نه نيسی او رسميت يې تر سوال لاندې نه راولی چې مسلمانې انجونې يې له دې امله په تعليمي مراکزو بندې کړي چې حجاب ولې مراعتوي؟ يا خو باید غونډو کې د افغانستان استازی ومنی يا له نامسؤلو څرګندونو څخه ډډه وکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx