افغانستان

اوسپنې پټلۍ ادراه؛ تېره يوه اوونۍ کې ۶۲ زره ټنه انتقالات شوي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه،تلې ۲مه، ۱۴۰۲ل): د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره يوه اوونۍ کې يې د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ اوسپنې پټليو له لارې ۶۲ زره ۷۴۷ ميټرک ټنه انتقالات کړي دي.

ددې ادارې له لوري په خپاره شويو معلوماتو کې راغلي دي چې په دې توکو کې ۴۳۴۳ ټنه توکي صادر شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې هوډ څرګند کړی دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره به دا بهير پياوړی کړي او هڅه کوي چې ټولو سوداګرو ته په دې برخه کې اړين امکانات برابر کړي او غوره خدمات ورته وړاندې کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx