شعـــــرونه

حبیبه خدای دې په سپین مخ باندې قسم کړی دی/ ذاکر

مولوي محمد هاشم ذاکر

حبیبه خدای دې په سپین مخ باندې قسم کړی دی
ستا د زلفانو يې مثال بیا په تورتم کړی دی

چا چې مثال ستا د ښایست په لمر سپوږمۍ ویلی
هغو تعریف ستا د بې مثله حسن کم کړی دی

دا چې يې تا غوندې رحمت ورته راولېږلو
پر کائناتو ستا رب څومره لوی کرم کړی دی

دا ټولې ځمکې اسمانونه ستا په روی پیدا دي
رب چې تخلیق د جنتو او جهنم کړی دی

چې ستا د مخ ډیوه پیدا شوه جهل کډه وکړه
سپینه رڼا شوه دا احسان دې په عالم کړی دی

دومره لوړ شان د هیچا نشته مدني جانانه
تا چې سفر اقصی معراج ته له حرم کړی دی

د “ذاکر” روح او تن او ټول جهان لوګی شه درنه
اظهار د مینې يې په ګوډ او مات قلم کړی دی

مولوي محمدهاشم ذاکر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx