افغانستان

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر سره د سعودي عربستان استازي کتلي

 

نن ټکی اسیا ( جمعه، تله، ۸مه، ۱۴۰۲ل)د بهرنیو چارو وزارت له رسمي ټويټر پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د مسکو فارمټ غونډي په څنډه کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سعودي عربستان استازي ښاغلي شهزاده جلوي بن ترکي آل سعود کتلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده ناسته کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو، د دوه اړخیزو پلاوو د لیدو کتو پر زیاتوالي او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د مسکو فارمټ غونډي په مهال ډېرو ګډونوالو له اسلامي امارت سره د اړیکو په لا ښه کېدو ټینګار کړی دی او په تېرو دوو کلونو کې یې د اسلامي امارت هڅي ستایلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx