افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت وزیر د قرغزستان جمهوریت له ځانګړي استازي سره کتلي

نن ټکی اسیا ( شنبه، تله، ۸مه، ۱۴۰۲ل) د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په څنډه کې د قرغزستان جمهوریت له ځانګړي استازي طلعت بېګ سره لیدلي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او له افغانانو سره د قرغزستان پر بشري مرستو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ویلو ده چې د بهرنیو چارو وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ سربېره په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې د افغانستان په تړاو د قرغزستان له مثبت دریځ څخه مننه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx