افغانستان

قومي مخور: په راتلونکي حکومت کې باید طالبان او حزب اسلامي شریک وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوی کندهار ځينو قومي مخورو په یوه ناسته کې پر دې خبرې وکړې، چې په راتلونکي د ملي یووالي حکومت کې باید طالبان او حزب اسلامي هم راګډ شي.

د کندهار، روزګان او زابل ځینو قومي مشرانو وویل چې که چېرته رښتیا هم د ملي یووالي پر نامه حکومت جوړېږي نو باید ټول پکې شریک واوسي.

د زابل د خلکو استازي عبدالسلام راکټي وويل چې دا هېواد د ټولو افغانان سره شریک دی، د نوموړي په خبره په راتلونکي حکومت کې له دولت سره جنګېدونکي، په کورناست او ټول هېوادوال د ګډېدو حق لري.

د ناستې بل ګډونوال او د کندهار ولایت د ولایتي شورا غړي رحمت الله خان اڅکزي وویل چې که چېرته د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د طالبانو ملګري شي.
د نوموړي په خبره نور باید په جنوب کې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل شي او وینه تویل بس شي.

دا په داسې حال کې دی چې د کندهار ولایت د امنیه قومندان جنرال رازق له د بلخ له والي او دشمالي ټولوالي له پوځي مشر جنرال عطامحمد نورو سره د اړیکو جوړېدو په تکل کې دی. او داسې انګېرل کېږي که چېرته راتلونکی حکومت د عطانور په خوښه ونه اوسي هغه به هم په پښتني سیمو کې د ځپلو لپاره پښتانه قومندانان ولري.

یاده دې وي چې طالبانو تېرې داوړه پړاوه ټاکنې د امریکا غولونکې پروسه ګڼلې ده او پایلو ته يې چنداني ارزښت نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x