افغانستان

د مرکز کابل اړوند کمپنۍ ـ برچي نښلوونکي سړک د قیر اچولو چاري پیل شوې

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله۹مه، ۱۴۰۲ل)؛ د مرکز کابل ښاروالۍ وایي چې د کمپنۍ ـ برچي نښوونکي سړک د قیر چاري د یادي ښاروالۍ اړوند د کار، ساتني او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې دي.
دغه سړک چې له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پوري ( ۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره بر لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په پنځمه او دیارلسمه ناحیه کې د جوړېدو په حال کې دی.

د مسؤلینو په وینا، د دغه سړک په رغولو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې د ټرافیکي ګڼي ګوڼي کچه ټیټه شي او له بلي خوا به د سیمي اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx