
د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته او پکې د امارت ګډون
ذاکر جلالي
روسیې هغه مهال د مسکو فارمټ په نامه د افغانستان په اړه د ناستو لړۍ پیل کړه، چې د امارت جهادي هڅې ډېرې پراخې شوې وې او له بلې خوا له غرب او پخوانۍ کابل ادارې سره د مسکو اړیکې هم ترینګلې شوې وې. په دې وخت کې يې د دې ناستو لړۍ پيل کړه او په لومړني ناسته کې چې په ۲۰۱۷م کال کې وشوه، هغه وخت د سیاسي دفتر مشر محترم ستانکزي صاحب ته یې د ګډون بلنه ورکړې وه. دا لومړی ځل و چې د امارت له سقوط وروسته د امارت استازو ته په دې کچه لوړ نړیوال سټیج په واک کې ورکول شو. هغه مهال ستانکزي صاحب سره د سیاسي دفتر مشرانو غړو ګډون کړی و. مسکو فارمټ کې د ستانکزي صاحب ګډون د کابل د وخت اداره اعتراض ته مجبوره کړه.
له هغې راهیسې د مسکو فارمټ په اکثرو ناستو کې د ستانکزي صاحب، ملا برادر اخوند او حنفي صاحب په مشرۍ د امارت استازو ګډون کړی و. امارت له پخوا څخه په دې ناسته کې په لوړه کچه ګډون کړی، هر ځل د امارت د هیات له رئیس سره څو تنه داسې نور ملګري وو چې نن هغوی ټول وزیران دي. امارت لپاره دا غونډه له اوله سره مهمه وه، په دې اساس په پراخه کچه په کې ګډون کوي. له فتحې وروسته په لومړي کال د مسکو فارمټ په ناسته کې د امارت د پلاوي مشري حنفي صاحب کوله او ورسره متقي صاحب، خیرخواه صاحب، قاري دین محمد صاحب، حاجي صاحب نورالدین عزیزي او دغسې نورو مشرانو ګډون درلود.
تېر کال یې د امارت استازو ته د ګډون بلنه ورنه کړه چې امارت اعتراض هم پرې وکړ ځکه چې د افغانستان په اړه بحث کېږي، باید د افغانستان د حکومت استازي په کې موجود وي. دا اعتراضونه په رسنیو کې جاري وساتل شول او هم په دوو اړخیزو مخامخ مجلسونو کې وریادیدل.
له بلې خوا څو وخت مخکې روسیې ته د مسعود زوی سفر کړی و او د روسیې د یوه ګوند له مشر سره یې کتلي وو. امارت په دې اړه خپل اعتراض روسانو سره شریک کړ. له دې اقدامه داسې ښکاره شول چې ځینې کسان هڅه کوي چې د امارت مخالفینو ته سټیج ورکړي. په دې اساس د امارت ګډون د مسکو فارمټ په ناسته کې که له یوې خوا امارت ته دا فرصت ورکوي چې خپل دریځ بیان کړي، له بلې خوا امارت د افغانستان د یوازني نماینده په حیث په کې ګډون کوي. که امارت ګډون ونه کړي او خدای مه کړه کوم مخالف ته په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي، موږ لپاره به سیاسي ګوزار وي.
ځینو کسانو په خواله رسنیو کې وویل، چې امارت ته یې بلنه نه ده ورکړې، که بلنه نه وای بیا خو ګډون هم ممکن نه و. باید پوه شو چې د مسکو فارمټ خاص غړي هېوادونه لري لکه روسیه، چین، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران او هند…او تر څنګ یې ځیني مېلمانه وي لکه سعودي، امارات، قطر او داسې نور….افغانستان له پخوا د مسکو په ناستو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کوي. د مثال په ډول، په دې ناسته کې روسانو نورو ګډون کوونکو ته د (۱+۲) ترکیب په اندازه د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو افغانستان ته یې د (۱+۵) ترکیب په اندازه بلنه ورکړې وه. معنا دا چې ناسته د افغانستان په اړه ده او اړتیا ده چې افغان پلاوی په پراخه کچه په کې ګډون وکړي.
روسانو چې امارت ته بلنه ورکړه، امارت هم د حاکم نظام په توګه په کې ګډون وکړ او د متقي صاحب وینا د سرګي لاوروف او د تاتارستان جمهوریت د مشر د ویناوو په برخه کې وړاندې شوه چې د غونډې افتتاحیه برخه وه. دا په حقیقت کې د امارت پلاوی ته ځانګړی اهمیت ورکول وو. د مسکو فارمټ په تېرو ټولو ناستو کې د روسیې فدراسیون خارجه وزیر سرګي لاوروف ګډون کړی. دا ځل هم تمه وه چې ګډون وکړي؛ خو کله چې غونډې ته د لاوروف پیغام ضمیر کابلوف لوسته، هغه وویل چې لاوروف غوښتل چې په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د عاجل کار د پېښېدو له امله معذرت وړاندې کوي. روسیه د دې لپاره چې د غونډې اهمیت لوړ وښيي، خپل خارجه وزیر، خاص استازی او کابل کې خپل سفیر دې ناستې ته رالېږي.
په دې شرایطو کې په دې ناسته کې د امارت استازي ته بلنه ورکول او په کې ګډون او خپل غږ پورته کول، یوه ښه دیپلوماتیکه کامیابي ده. زموږ مخالفین به ډېر خوشاله شي چې موږ یوې ناستې ته ونه بلل شو. وايي چېرته چې ته نه یې هلته ستا دښمن وي!
چون دا ناسته د افغانستان په اړه ده او هلته ټول ګډونوال د افغانستان په تړاو خپل نقطه نظرات بیانوي، نو امارت هم په لوړه کچه په کې خپل استازیتوب ساتي؛ ځکه چې هلته یوازې د وینا لوستل نه دي، بلکې د ناستې په حاشیو کې ګټورې دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم ترسره کېږي. مثلاً د مسکو فارمټ د ناستې په حاشیه کې سعودي عربستان، ازبکستان، هندوستان، قرغزستان او ځینو نورو هېوادونو سره دوه اړخیزې ناستې وشوې او چین او پاکستان سره درې اړخیزه وشوه. په حاشیوي ناستو کې د ګډون لپاره پکار ده چې د امارت لخوا یو قوي ټیم ګډون وکړي ترڅو د افغانستان د وضعیت یو ښه تصویر هلته وړاندې کړای شي.
موږ باید پرېنږدو چې زموږ د نه شتون یا ضعیف شتون په وجه زموږ دښمن حضور ولري.
زموږ حالات او شرایط ځانګړي دي باید له هر سټیج او فرصت څخه د افغانستان د رښتینو واقعیتونو د منعکس کولو لپاره کار واخلو او خپلې اړیکې لا پراخې کړو.