افغانستان

تخار کې نظامي وسلې او مهمات نیول شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله ۹مه، ۱۴۰۲ل): ملي دفاع وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو ځواکونو د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ، سیاب سیمه کې ګڼ شمېر وسلې چې کلاشینکوف، پیکا، تپنګچې او نوري ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي پکې شاملې وې، د یو لړ کشفي معلوماتو په پایله کې کشف او نیولي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د یاد وزارت اړوند ځواکونو د مرکز کابل مربوط شپږمه حوزه سیمه کې د سړک جوړولو پر مهال یو پخوانی د درنو او سپکو وسلو ډېپو کشف کړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx