افغانستان

د خاواک او اندراب کوتل د رغولو چاري پیل شوې

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله۹مه، ۱۴۰۲ل)؛ د سالنګ تونل د رغولو چارو تر پیلولو وروسته بدیله لار د خاواک کوتل او شیبر لاره ده، چې د خاواک کوتل لاري مسافر له یو لړ ستونزو سره مخ کړي ول، له دې سره سم، د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو د درېیمي انجنیري لوا لخوا یې د رغولو چاري پيل شوې.

ملي دفاع وزارت وايي چې تر دې مهاله د یاد کوتل ۱۲ کیلومتره سړک بشپړ شوی او ۳۰ کیلو متره سړک نور هم ترمیم او رغوني ته اړتیا لري، چې د یاد ټیم لخوا به ورغول شي.

د ویلو ده چې دا په داسي حال کې ده چې د ټولګټو چارو وزارت لخوا د سالنګونو ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي رغولو چارې په چټکۍ سره دوام لري او د مسؤلینو لخوا یې وخت پر وخت له نږدې څارنه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx