افغانستان

ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې برید غندلی دی

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، تله۱۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هغه غمجنه او خوشینوونکې پېښه چې د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او د ترکیې جمهوریت د یو شمېر پولیسو د ټپي کېدو سبب شوه، په کلکه غندي.

اعلامیه کې راغلي چې، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې جمهوریت ولس او حکومت ته د خپلي ډاډګېرني مراتب وړاندي کولو تر څنګ په پېښه کې د ژوبل شویو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندي کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سلامتیا او روغتیا هیله کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx