افغانستان

ترکیه کې مېشت افغان پانګوال دتالک کانونو په برخه کې پانګوني ته لېوالتیا ښودلې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، تله۱۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د کانونو او پطرولیم وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ترکیه کې مېشت افغان پانګوال د دغه وزارت له سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره د لیدني پر مهال، د تالک ډبرو د پروسس کارخونې د جوړېدو  غوښتنه وکړه او د هیواد د تالک کانونو په برخه کې یې د پانګوني په اړه خپله لېوالتیا روښانه کړه.

د ویلو ده چې دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند تر سرپرستۍ لاندي یوه پلاوي ترکیې هیواد ته د سفر پر مهال، په یاد هیواد کې له میشتو افغان او ترکي پانګوالو سره د ناستي په ترڅ کې، هغوی ته په افغانستان کې د پانګوني په موخه بلنه ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx