افغانستان

د فاریاب والي: د قیصار او غورماچ ولسوالي سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (دوشبنه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت والي محمد الله بتاش وايي چې که مرکزي حکومت ورسره مرسته ونه کړي، د دې ولایت غبرګې ولسوالي سقوط کېدو ته نږدې دي.

د نوموړي په وینا له بادغیس، سرپل او غور څخه ګڼ وسله وال طالبان چې شمېر يې زرو ته رسېږي په قیصا د برید لپاره راغلي دي.

نوموړي وویل چې که چېرته امنیتي ارګانونه ژر ترژره د دوی مرستې ته ورنشي،  نو ولسوالي به سقوط شي.
په ورته وخت کې د قیصار د ولسي شورا ریس احمد فرهاد قیصاري وايي چې نږدې ده د قیصار د چهلګزي بازار د طالبانو لاس ته ورشي

د نوموړي په خبره دوی لا له وړاندې امنیتي ځواکونو ته خبر ور کړی و، خو دوی پرې غوږ نه دی ګرولی.
پخپله د فاریاب والي هم وايي چې دوی له مرکز سره څو ځلې اړیکه ټینګه کړې خو غږ يې نه دی اوريدل شوی.

بل پلو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دوی پرون ټوله ورځ د قیصار ولسوالي په چیچکتو سیمه کې جګړه کړې ده او په پایله کې يې یاد بازار تر خپلې سلطې لاندې راوستی دی.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبان وايي: «
دجګړې په پایله کې دچیچکتو بازار   اودهغې امنیتې پوسته په بشپړه توګه فتح   اوددښمن یوتن قوماندان [ حفیظ ] سخت ژوبل شو »

دا په داسې حال کې دی څو ورځې وړاندې د کندز ولایت چارواکو هم د دې ولایت اړوند اندېښنه څرګنده کړه، په ورته وخت کې د روزګان والي هم ویلي وو  چې طالبان په دې ولایت کې هرځای د عملیاتو توان لري.

بل اړخ ته د هلمند ولایت چارواکو څو ورځې وړاندې د موسی کلا د ولسوالي د سقوط خبره هم کړې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x