افغانستان

د قوش تېپې کانال د دوو لویو پُلونو د رغېدو چاري ۹۹ سلنه بشپړي شوې دي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، تله، ۱۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د قوش تېپې ملي کانال اړوند د دو لویو پلونو  چې یو يې د موټرونو او بل پُل یې د رېل ګاډي لپاره دی، رغنیزي چاري یې ۹۹ سلنه بشپړي شوې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

د ځايي مسؤلینو په وینا؛ اوس مهال اوبه پُلونو ته رسېدلې دي او د کانال د جوړولو چاري په چټکۍ سره پر مخ رواني دي.

بلخوا د بلخ ولایت ولایتي اداره خلګو ته ډاډ ورکوي چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې به د یادي ملي پروژې په ټولو چارو کې مرسته کوي.

د قوشتېپې دا کانال ۲۸۵کیلومتره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت-کلداري ولسوالۍ د امو له سیند څخه پيلېږي او د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx