
افغانستان
افغانستان بانک سبا د سه شنبې په ورځ ۱۴میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، تله۱۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ له افغانستان بانک څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد بانک غواړي د ۱۴۴۵کال د بیع الاول میاشتي په ۱۸مه نېټه د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لاري ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
خبرپانه کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او زیاتوي چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پای پوري تصفیه کړي.
خبرپانه زیاتوي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.