
افغانستان
د کابل – جلال آباد لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، تله۱۱مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د کابل – جلال آباد لویه لاره تېره ورځ ماښام د یاد وزارت د سرپرست وزیر او د کابل د ترافیکو رئیس لخوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
یاده لاره څه موده وړاندي د غر ښویېدني له امله بنده او پرځای یې د موټرو د تګ راتګ لپاره بدیله فرعي لاره جوړه شوې وه.