
د پنجشېر ولس؛ ا.ا. د پنجشېر ولس ته توجه کړې او ستونزي يې له نږدې اوري
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، تله۱۱مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ریاست الوزراء دفتر عمومي ریاست له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ دوشنبه، پنجشېر ولایت کې د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست تر سرپرستۍ لاندي له ولسونو سره لویه غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کاږي چې په یاده غونډه کې د ریاست الوزراء لوړ مقام د استازو سربېره ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وه چې په ترڅ کې یې د یاد ولایت ولسونو، علماء کرامو او قومي مشرانو له اوسني نظام څخه بشپړ ملاتړ څرګندولو سربېره يې د داسي غونډو جوړولو په موخه خوښي وښوده او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د پنجشېر ولسونو ته توجه کړې او چارواکي یې ستونزي له نږدې اوري.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال، د ریاست الوزراء مقام استازي مولوي احمدالله متقي یادي غونډي ته د وینا پر مهال ویلي چې: د افغانستان اسلامي امارت ټولو قومونو او قشرونو ته په یوه سترګه ګوري او هیڅ ژبني، قومي او سمتي توپير پکې مطرح نه دی. نوموړي زیاته کړې چې د پنجشېر ولسونه د هیواد د نورو سیمو په څېر جهادي مخینه لري.
همدارنګه په یاده غونډه کې نورو لوړ پوړو چارواکو هم د غونډي ګډونوالو ته هر اړخیزي ویناوي اورولې دي.