
افغانستان
دا.ا.ا.دبهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی دچین په رسمي بلنه یاد هیواد ته روان شو
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، تله۱۱مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د یاد وزارت د سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي په مشرۍ د چین ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د چین هیواد شي ژانګ ایالت اړوند د ټرانس همالیا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د یاد هیواد په لور روان شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معین ډاکټر عبداللطیف نظري او یو شمېر نور مسؤلین شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یاد فورم کې د همالیا د غرونو شاوخوا هیوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سیمه ییز اتصال او ایکولوژیکي بدلونونو باندي بحثونه کېږي. د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هیوادونو له استارو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.