ادبي لیکني

دزولنو راز – لنډه کیسه

لیکوال: حمدالله حلیمیار

یو په ځنځیرانو تړلي سپین ږیری لیډر یو څو سرتیري په کشولو کشولو د څارنوال دمیز مخي ته راولي،

لویه سپینه ږیره یي په خاورو لړلي وي او جامي یي هم پر بدن دپاسه شلیدلې وي پر مخ او بدن یي د وهلو نښې له ورایه مالومیږي، بندي مشر خپلې قهرجنې سترګي لومړی څارنوال او بیا دڅارانوال یوه او بل څنګ ته ناستو دوو معتبرو کسانو ته ورواړوي، او په پوښتونکي نظر د ماجرا پوښتنه کوي’

څارنوال یو نظر خپلو میلمنو ته ور ګوري او بیا په ډډ غږ بندي مخاطب کوي: دا دوه مشران ستا سپارښت ته راغلي غواړي تا له دغه جهنم څخه وباسي خو دوي یو دوه شرطه لري که تیار یي نو ترې وایې وره!

بندي دځواب پر ځای مشرانو ته ګوري’

مشران په موسکا ورته ستړي مشي وایي او بیا یو مشر داسي خبري پیلوي : محترم مشره! موږ یقیناً ستا په زنداني کیدلو او ربړيدلو ډیر ځوریدلي یو خو څه وکړو وس مو کار نه کاوو چي ستا د راخلاصولو څه چاره وکړو، څو ورځي وړاندي مو له ولسمشر سره ولیدل، له نیکه مرغه هغه دي ته راضي شو چي تاسي ازاد کړي خو یو دوه شرطونه یي خامخا راباندي کیښودل: یو شرط دا چي موږ به ستا دا ضمانت ورکوو چي ته به نور د بهرنیو میلمنو(سرتیرو) په خلاف له دولت ضد کړیو سره نه یوځای کیږي او نه به د دوی یا دولت په خلاف څه وینا کوې!؟

او دوهم دا چي ته به خپل کور او ماشومان دلته پلازمینې ته راولې او د دولت له خوا په درکول شوي کور کي به اوسې ترڅو ستاسو پر وفادارۍ نور هم مطمئن شي!؟

بندي پر سپیرو او وچو شونډو ژبه راتیروي او ورته وایي:

مشره! له تاسو څخه ډیره مننه چي پر ماباندي مو دومره زړه خوږیږي او زما غم درسره ده؛

مګر اي مشرانو!

زما یوازي یوې پوښتنې ته تاسو ځواب ووایاست بیا زه خپله فیصله هم درته بیان کړم.

بندی مشر پوښتنه داسي کوي: که یو څوک ښه مټور او تکړه ځوان وي او یو څو کسه راشي دغه تکړه ځوان ووهي او په پړیو یی کلک وتړي او وروسته ددغه ځوان پر ناموس تیری وکړي خو دځوان په وس هیڅ نه وي پوره ځکه هغه تړلی ده آیا موږ دغه کس ته دیوث(دووس) ویلای شو؟

دواړه مشران په یوه غږ او دمنفي په دود دسر په ښورولو ځواب ورکوي: نه هیڅکله نه ځکه دا بیچاره خو تړل شوی ده.

او که بل طرف ته همداسي یو تکړه زلمی وي یو څو کسان راځي او پرته لدې چي زلمي ته څه ووایي او یایي وتړي دهغه پر ناموس دهغه دسترګو په وړاندي تیری وکړي او مټور ځوان هیڅ عکس العمل ونه ښیي اوس دغه کس ته موږ دیوث ویلای شو او کنه!؟

دواړه مشران سرونه خوځوي: هو دا کس له شکه خلاص دیوث ده ځکه ده باید دخپل ناموس څخه دفاع کړي واي.

بندي مشر موسک شي او په فاتحانه انداز ورغبرګه کړي: نو زه همداسي زولانه او په ځنځیرو تړلی ښه یم، زه نور بوډا شوی یم او نور دوطن دناموس دفاع نشم کولای نو ښه داده چي په ځنځیرو کي تړلی یم ترڅو د دیوث نوم راپوري نشي، تاسو تر ما په ډیر بد حالت کي واقع یاست په ظاهره خو مو په غاړه کي دبهرنیو سرتیرو دباور پاڼې په غاړه کړي دي خو په حقیقت کي تاسو ډیر بي وسه او مظلوم یاست، تاسو له دي کبله چي نه خو د ناموس دفاع کوئ او نه هم چا تړلي یاست دیوثان بلل کیږئ ،

ورشئ له خواخوږئ نه مو ډیره مننه…

بندي مشر بیرته دخپل زندان پر لور کشول کیږي او دواړه په منګ پاخه مشران ځوړند سرونه دخپلو مجللو کورونو پر لور روانیږي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x