نظــر

د شل کلن اشغال خلاف ستوري علماء اکرام او قلموال

عبدالکبیر فاروقي

د اسلامي امارت د دوباره حاکمیت او فتحې موده، له دوه کالو پسي واوښته، په هیواد کې زمونږ د مسلمان ملت د څلویښت کلنو مجاهدو، مبارزو، او قربانیو هدف د یو واقعې اسلامي نظام حاکمیت او تمثیل وه، او دی، الحمدلله ورته په تمامه معنا ژمنتیا هم لرو.

خصوصاً هغه مهال چې د شوروي کمونیستې اشغال په خلاف جهاد او میړانه د بیلابیلو عواملو په اساس له خپل هدفه د انحراف په لور رهي شوې وه، د مشر ملا صیب رحمه الله په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحریک د اساس او شروع هدف د شر او فساد دفع او بیرته د جهاد، مبارزې او قربانیو اصلي هدف او مسیر(واقعي اسلامي نظام تمثیل) ته ورګرځیدل وه.

اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل دوباره حاکمیت سره، د خپل مسلمان ملت د واقعي اسلامي نظام د تمثیل هیلې، ارزو او موخي د لا ښې خړوبتیا په وجه، د ضرورت په بنا حتی د وزارتونو او لویو ریاستو په سطحه ځیني تشکیلات ایجاد کړل او ځینې یي لغوه کړل، حتی تر اوسه د همدې هدف د تعقیب په بنا روزمره په هره برخه کې هر اړخیزه اصلاحات او کارونه ادامه او جریان لري.

ځیني دغه تشکیلات د خپلو هغو اهدافو د حصول لپاره چې په موخه یي ایجاد شوي، یا له پخوا موجود وه، پاکو، مخلصو، ریښتینو اهل علماوو ته ضرورت لري، مثلاً: محاکم، امربالمعروف نهي عن المنکر، د اسلامي امارت د احکامو او فرمانونو د تعقیب او څار لوی ریاست، د علماوو شوراګانې، جهادي مدارس، د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د پوهنتونو لپاره د اسلامي ثقافت څانګې، په مختلفو ملکې او نظامې ادارو کې عقیدتې امریتونه او دې ته ورته نور تشکیلات.
اوس الحمدلله په دغه مذکورو ټولو برخو کې ښه ښه علماء ځای پرځای شوي، او لا هم دغه پروسه د استخدام ادامه لري.

خو مهمه موضوع د هغه محدود شمیر علماوو او قلموالو د تشخیص، پلټنې، سرنوشت، انسجام او په وړ ځایونو کې د استخدام ده، چې د اشغال په هغه سختو شرایطو کې، دوې ته د مغرور، متکبر، ظالم او وحشي دښمن لخوا د متوجه ډَول ډَول متوقع خطراتو سره سره، بیا هم دوی د هر خطر نه بي پروا د اسلامي نظام، جهاد، استقلال، شهادت احساسات په ملت کې ژوندي وساتل، او دغه لوی او ستر ارزښتونه، مصالح او شعارونه یي ښه په غیرت او میړانه وپالل.

هغه علماء او قلموال چې د کفر او ارتداد د معاصرو انواعو او اصطلاحاتو هغه حقیقي بدرنګه څیره يي مسلمان ملت ته ورپیژندله، د کفر لخوا د تحمیلیدونکو او ترویج کیدونکو افکارو او عقایدو دفع او مخنیوی یي کاوه، کفار او د هغوي حلقه به ګوش غلامان او د هغوې ظلمونه او وحشتونه یي غندل، او د هغوی شرعي حیثیت یي ورته پرته له ډار او ویرې په څرګندو الفاظو واضح او څرګنداوه.

دغه مذکوره محدوده طبقه چې اسلامي نظام، جهاد، او استقلال یي د انقلاب په ګرم تنور کې و پاله، هغه علماء او قلموال چې ښه په شجاعت یي جامعې او ټولنې ته د حق او باطل د تفکیک او د حق د حمایي تلقین کاوه، د ټولنې د ځوانانو، مشرانو او کشرانو ذهنونه او سترګې یي د دښمن مختلف النوعه حربوته ویښې او بیداره ساتلي، د ازادۍ، حریت، او بادارۍ احساسات يي ژوندي ساتل، دغه طبقه ویښ علماء او قلموال نن هم، د تیر شل کلن صلیبې هر اړخیزه اشغال په مهال زمونږ په ټولنه کې د ایجاد شویو، فتنو، فسادونو او وران کاریو په تشخیص، او هم یي د محوې او ازالې ښه ملکه، مهارت او استعداد لري، او همدوی د خپلې مسلمانې افغاني ټولنې په اسلامي او افغاني ارزښتونو د تعمیم او رغونې ښه اهل او حقدار هم دی.

هغه مخلص علماء اکرام او قلموال چې انقلاب یي د زړه په وینو وپاله زه یي د اسلامي نظام مضبوطي ریښې، د تیر شل کلن اشغال په مقابل کې د اسلامي ټولنې لپاره د هدایت ځلانده ستوري او تر ټولو قیمتي بشري قوه بولم، نن ځیني دغه علماء اکرام او قلموال چې دوې خپل علمي با حیا، با وقاره او دروند حیثیت، د مسؤلینو او امراوو دروازو ته د وظیفي او عهدي غوښتنې نه منع کړي، باید هیر او نظر انداز نشي، د هیواد په هر کونج کې باید د دوی پلټنه، تشخیص او پوښتنه وشي، دوی باید وپالل شي، را منسجم او د هیواد او مسلمان ملت د خیر، اصلاح، روزنې، رغونې او رهبرۍ په موخه خدمت ورڅخه واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx