
جنیوا ته د ا.ا.ا د ځینو لوړپوړو چارواکیو سفر
عبید الله علم
نن څوومه ورځ وہ، کوښښ مې کاوہ څه پر و نه لیکم خو ضمیر می نه پریښودم نو
لنډه لیکنه مې پرې وکړہ.
خبر شوی وم، مولوی صاحب مطیع الحق خالص، د افغانستان د سرې میاشتې لوی ریس، د ای سی ار سی له خوا ترتیب شوي کنفرانس ته د ا.ا.ا سری میاشتې په استازیتوب دعوت شوی و.
خالص صاحب می استاد او ډیر له پخوا مو سره د الله ج د رضا لپاره ملګرتیا دہ. و الحمد لله علی ھذا!
اړیکه می ورسره ونیوله ویل یې: د شنبی په ورځ بیرته کابل ته ستنیږي. ما وپتئیله خامخا به یې حضور ته ورځم.
دستي مې د الوتکې تکت واخیست او د جمعی په سهار یولس بجی می ځان جینوا ته ورساوه. د هغو استو ګن ځای ته نږدې دوہ سوہ مترہ لری هوټل کی اطاق ونیولو. مولوی صاحب تقسیم اوقات ډیر مصروف و. خو ویل ېې: څلور بجی مجلس ختمیږي، ما هم د وخت نه استفاده وکړه او د حلال رستوراتونو لټون می شروع کړ. چې مولوي صاحب ته میلمستیا وکړم.
پنځه بجې یې پر لیدو مشرف شوم. کله چې یی اطاق ته د اخل شوم، په چوکی پروت یو څادر چه د مازدیګر المونځ می د مشر په امامت پری ادا کړو ، د میز په سرمی یونیم لیتری د اوبو بوتل ، دری دانې مڼې او اته دانی تازه اینځر ولیدل.
د مولوی صاحب په لیدو ډیر خوشحاله شوم. کانفرانس کی د افغانستان په اړه ډیرې مثبتې نکتې وې وه او ښه لاسته راوړنه یی درلودہ نو ځکه یې د ستومانۍ احساس نه کاوه. او ډیر وخوښ و. داچه هوټل څخه د کانفرانس ځای ته څلویښت دقیقی دپښو تللولاره وه نوداشتراک لپاره کله په پښو تګ او راتګ اوکله په ښاری بسونو کی یی سفرونه کول.
د مشرانو زحمت ته پر کتلو، د افغانستان د جوړولو هیلی مې په زړہ کې لا تاندې شوې.
دغه وخت کی زما د یو دوست چې اوس وفات شوی. دجمهوریت د وخت کیسه را یاده شوه.
ویل یې جینیوا ته یی د یو پلاوی سره سفر درلود. کله چې سفر یی ختم شوی ما مالی مسؤلیت درلود.
د سفر په اخری ورځ می د هوټل مصارفو بیل ورکولو. خو کله چې بیل می ولید نو حیران شوم باور می نه کولو غوښتل می چې د هوټل والا سره جنجال وکړم. بیل یی ډیر لیکلی وه. ما ویل دا ولی ؟ ویل یی چې بیل مو ځکه ډیر راغلی چې اطاق نمبر….. چې زمونږ د پلاوی مشر پکښی اوسیدو او زه هم هغه پیژنم چې د جهاد د شهیدانو د مرام یو سوداګر وه لوڅ فلمونه په هغه چینلونو کی کتلی وه. ویل یی زه یی د سکرتر اطاق ته ولاړم، بیل مې ورښکاره کړه چې د مجرایی وخت کی راته مشکلات جوړ نشی او بلکل راته تعجب ښکاریدو. سکرتر راته و خندل ویل مشاور صاحب تعجب نکو پرداخته شود. ما ویل بیل څومره وه؟ ویل یی چې یو کلی کی د میوه لپاره سرد خانه جوړیده.
اوس به جهان څنګه مرسته ونکړی چه د یو مشر هیت مصارف د عادي کس نه ھم کم وی او تیکسی یی بلکل استعمال کړی نه وی.
کانفرانس ته له هوټل نه پښو تګ او را تګ کوی مګر د خبرو په وخت د ټولوډونرانو توجو خپل وطن ته داسی راګرځوی چه مثال بی نشته.
د شنبی په سهار زه لندن او هغوی مخ په کابل لاړل
مشره! رب دې همداسی متقی اوعزتمند لره
۲۰۲۴/۱۰/۲