دیني، سیرت او تاریخ

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۱ -۲)

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

ښاغلی استاذعبدالغفارجُبیرصاحب!

السلام علیکم !

ستاسوهرلیکنه زه په غورسره دمختلفوویب پاڼوله لاری لولم، کله چې دي لیکنه وځنډیږی نوخفه شم اوحتی که مبالغه ونکړم نوزه ستاسودلیکنومعتاده یم، ستاسوهره لیکنه ښکلې اومعلوماتي ده، ستاسومناظره دیوه عیسایی راهب سره، اواسلام اوساینس، داهغې لیکنې دي چې زماپه شان په زرهاوخویندې یی لولی،اونه هیریرونکي دي، دښځومسایل لکه (حجاب په اسلام اوساینس کي، په حیض کی کوروالی(جماع) په اسلام اوساینس کي،زړه دماغ لري، روژه په اسلام اوساینس کي،عسل په اسلام اوساینس کی اوداسی نور…) دالیکنی موږهره ورځ لولو، دهرې لیکنې شمارراڅخه هیردي.
موږډیري پوښتنی لروچی بایدداسلام اوساینس په رڼاکي ورباندی پوه شو، خوزه اوس ټولې پوښتنی نه درلیږم، یوه پوښتنه درلیږم چې هغه دنوکانو لنډول دی په اسلام اوساینس کي، زمایوه ملګریه فاطمه دخپلونوکانوله کبله په یوه سترګه ړنده شوه، چې زه دفاطمې خورلیکنه هم درلیږم.

دلته په اروپاکي غټ نوکان یوفیش شو، داچی اسلام اوساینس په دې هکله څه وایی، وموږته هیڅ معلومات نشته، نوکان بایدپه څومری وخت کی پریکړل شي؟ دمصنوعی نوکانوحکم په اسلام کی څه دی؟ دښځی اونارینه دنوکانوترمنځ کوم فرق شته؟ غټ نوکان دساینس په رڼاکی څه تاوانونه لری؟ دنوکانوپریکول په غاښونوڅنګه دی؟اوهمداسی نورڅه دنوکانوپه هکله راته روښانه کړی، ډیره مننه به مووي.
په پوره درنښت

ستاسوخورکلثوم- هالنډ
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجًُبیر

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۲)

دکلثوم خوردپوښتنواوددې پیښې درالیږلوڅخه وروسته می هوډوکړچې زه بایدددې خوروپوښتنوته ځواب ورکړم، نودلوی خدای جل جلاله په پوره فضل سره مي څیړنه بشپړه کړله، دالیکنه می لومړی وکلثوم خورته ولیږل اواوس مي ددې لیکنې په خپرلوپه نیټ باندی تکل وکړ، کیدای شي دالیکنه ونوروخویندوته هم دعبرت درس شي اوګټه ترې واخلي.

نوکان په احاديثوکي

دحضرت جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان اووېښتیان دی ښخ کړل شي، ترڅوجادوګرورڅخه استفاده ونکړی.

دنوکانو اووېښتیانو په چټل ځای کي غورځول مکروه دي. [1]

حضرت ابوعبدالله الاعزرضی الله عنه فرمایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې په ورځ باندی خپل برېتونه اونوکان لنډول.

حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې دلمانځه څخه مخکی بریتونه اونوکان لنډول.

دحضرت ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دجمعې په ورځ دی نوکان پریکړل شي داځکه چي سړی ترراتلونکی جمعې پوری دتکلیفونوڅخه ژغورل کیږي.

دابن عباس رضی الله عنه څخه مرفوع روایت دی چې دجمعې په ورځ باندی نوکان پریکول شفاء ده اوداناروغي لیري کوي.

دیوه صحابي څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې دزیرناف ویښتیان لیری نکړی، نوکان پرې نکړی اوبریتونه لنډ نکړی هغه زموږڅخه نه دی.

دحضرت جابررضی الله عنه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان لنډوی! داځکه چې دنوک اوورۍ ترمنځ شیطان ځغلی.[2] یوانسان خپل نوکان باید (په مستقل اومسلسل ډول سره) پرې کړي.[3]

دنوکانوپه پرېکولوکي دراسته لوری شروع وکړی.[4]

په نوک باندی شی مه ذبح کوی داځکه چې دادحبشیانوچاړه ده.[5]

نوکان بايدپه څوورځوکی پريکړل شي؟

په شریعت کی دنوکانوپرېکول دفطرت څخه دي، په اونۍ کي یوځل نوکان پرېکول مستحب دی، په ۱۵ ورځوکي جایزدي اوتر۴۰ ورځوځنډول مکروه دي، دنوکانوزیات پرېښودل دګناه سبب ګرځي له همدې کبله هغه نارینه اوښځې چې نوکان دفیشن لپاره پریږدی دادرست کارنه دي.[6]

پرغټونوکانوباندی شيطانان کښيني:

امام غزالی رحمة الله علیه وایی چې تاسی نوکان لنډوی داځکه چې پرغټونوکانوباندی شیطانان کښیني.[7]

په غاښونونوکان پريکول دامصيبتونه راولی:

په غاښونوباندی نوکان پرېکول مکروه دي داځکه چې په دې سره درزق تنګي راځي ، مسکینې راځي اوهمدارنګه دپیس دناروغۍ سبب ګرځي.[8] غټ نوکان مکروه دی:

غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي.[9]

مصنوعي نوکان مکروه دي:

مصنوعی نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي.[10]

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجًُبیر

[1] شمایل کبری ټوک ۱-۲، پاڼه ۳۳۳
لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
[2] شمایل کبری ټوک ۲، پاڼه ۳۵۸- ۳۷۰
لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
[3] صحیح مسلم
[4] صحیح مسلم/ بخاری
[5] صحیح مسلم
[6] فتاوای حقانیه ټوک ۲ پاڼه ۴۲۰
لیکوال: شیخ الحدیث حضرت مولاناعبدالحق صاحب/ خپرونکی جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک
[7] احیاء العلوم- ټوک ۲/ پاڼه ۴۱۱
[8] اتحاف – ټوک ۲ پاڼه ۴۱۲
[9] جامع الفتاوی ټوک ۱۰، پاڼه ۳۳۹/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه ملتان پاکستان
[10] مفتی احمدممتازصاحب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x