
افغانستان
دا.ا.ا.مرکزي ویاند؛په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د منلو نه دی
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، تله۱۲مه، ۱۴۰۲)؛ د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ایکس خواله رسنۍ له لاري ویلي چې په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د منلو نه دی.
نوموړي زیاته کړې چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندي له سره غور وکړي او زیاتوي چې افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.
نوموړي د دې ترڅنګ ویلي چې ترڅو چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، تر هغو باید هغه هیواد زغم وکړي.