نظــر

هیله بښوونکی غږ؛ له اروپا څخه د اطاعت اواز

لیکوال: میا هدایت الله محمدي

د مسکو فارمټ له بریالۍ ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی مولوي امیر خان متقي د ټرانس همالیا فورم په ناسته کې د ګډون له پاره د چین هېواد ته سفر کړی دی او هلته به د افغانستان د اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د ننګې، د ښو اړیکو پر دوام او نورو مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

د دې نه ستړي کېدونکو، ارماني او هیله بښوونکو خبرونو تر څنګ مې نن ګهیځ د بهرنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه د خوښۍ یو بل خبر تر سترګو شو، هغه خبر دا چې په هالنډ هېواد کې افغان سفارت له بهرنیو چارو وزارت سره د خپل ښه تعامل په اړه د نېکو او دوامداره اړیکو پخلی کړی و او په هالنډ کې افغان وګړو ته د یوې خبرتیا په ترڅ کې خبر ورکړی دی چې د یاد سفارت اړیکې په احسنه توګه د بهرنیو چارو وزارت سره نښلول شوي دي او یاد هېواد کې مېشت افغانان کولای شي چې د قونسلي چارو له خدماتو ګټه واخلي او د خپلو اسنادو تائیدي وکړي. د خوښۍ دې خبر د هېوادوالو د هیلو او امیدونه غوټۍ لاوغوړولې او په هغه هېواد کې د میشتو افغانانو سره بېره یې افغانستان ته د بهرنیو وګړو د راتګ لېوالتیا لازیاته کړه، موږ دا ډول خبرونه په نېک شګون نیسو او دا د یوه کامیاب او بریالي بهرني سیاست لامل بولي.

دا خبر موږ په داسې حال کې ګورو چې څو ورځې وړاندې مو په هند کې د افغان سفارت د تړل کېدلو خبر هم تر سترګو شو، هلته پخواني سفیر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې له دوی سره د هند حکومت تعامل نه کاوه او په دوو کلونو کې یې هېڅ غوښتنه نه ده منل شوې او ظاهراً ګیله من برېښېدو؛ خو اصلي خبره هغه دا ده چې اوس په افغانستان کې یو نظام دی، داسې نظام چې د ټول افغانستان د خاورې او عزت ساتنه کوي، داسې نظام دی چې هر څوک په کې خپل ځان او ځای لیدلی شي؛ نو سفیر صېب ته خو لازم دا وه چې له دغه نظام سره یې حسنه تعامل درلودای او د خپلو وګړو، نظام او خاورې عزت یې ساتلی وای، د دې نظام د یوه استازي په توګه یې باید هلته نماینده ګي کړې وای؛ خو متاسفانه چې سفیر صېب خپل عزت د هندوانو په دروازو کې لټاوه او بالاخره هغه دروازې پرې بندې شوې.

په هالند هېواد کې د افغان سفارت له لوري د نېکو او حسنه اړیکو د تعامل خبر د ټول افغانستان له پاره د عزت حیثیت لري، دا ډول تعاملات د افغانانو دوښمنانو ته د مرګ خبر دی. مغرض هېوادونه او د افغانانو دوښمنان له پخواني شل کلن اشغال څخه اوس زیات په دې هڅه کې دي چې څنګه یو ځل بیا افغانان په سمتونو، قومونو او خېلونو ووېشي او نړۍ ته د افغانانو د بې اتفاقۍ، په یوه ټغره د نه راټولېدو او په خپلو منځو کې د تربګنیو بد انځور وړاندې کړي؛ خو لله الحمد دا شومه پدیده اوس دلته خثنا شوې ده او هر څوک چې د دغې شومې پدیدې د ژوندۍ کېدو هڅه کوي هغه به له ابدي زلت او سرکوزۍ سره مخ کېږي.

په اروپا، امرېکا او نورو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نماینده ګیو کې ناستو ښاغلو ته دا یو زرین فرصت دی چې هم خپل عزت وساتي او هم د افغانستان عزت وساتي، دوی که د افغانستان استازیتوب کوي؛ نو لازمه ده چې خپل تعامل له اوسني نظام سره ونښلوي او له تعامل نښلولو سره سره باید د دې سپېڅلي نظام رېښتینی پاک انځور اړوندو هېوادونو ته وړاندې کړي.

هغه افغان سفارتونه او قونسلګرۍ چې له اوسني نظام سره اړیکه نه لري او د خپلو شخصي غرضونو له پاره د یوه لوی ملت ارزښتونه، عزت او غیرت ته زیان رسوي او د افغانانو بد انځور نړۍ ته وړاندې کوي، دوی له پښېمانتیا پرته بله هېڅ چاره نه لري؛ ځکه چې اوس ټوله نړۍ په دې پوهېدلې ده چې افغانستان خپلو رېښتینو او خواخوږو مسؤولینو ته په لاس ورغلی دی؛ نو کله چې خبره داسې وي بیا خو لازمه ده چې له خپل نظام سره ودرېږو! ملاتړ یې وکړو! رېښتینی انځور یې وړاندې کړو او ښه ترجماني یې وکړو، که چېرې داسې نه وشي، یوه ورځ نه یوه ورځ به د دوی بسترې هم د اړوندو هېوادونو د حکومتونو له لوري ور ټولیږي او دوی به هم په سرکوزۍ د خپلو دفترونو له دروازو ځوابیږي، لکه په هند کې چې فرید ماموندزی سره څه وشول.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ښاغلي نصیر احمد فایق او د پاکستاني استازي ښاغلي منیر اکرم تر منځ لفظي شخړه وشوه او دوی یو بل باندې تورونه لګول. منیر اکرم په خپلو خبرو کې فایق د افغانانو استازی ونه باله او وې ویل چې فایق د افغانانو استازیتوب نه شي کولای ځکه چې اعتبار نه لري.

دا چې د منیر اکرم خبرې څه توجیه لري او دلته یې د افغانانو حیثیت ته زیان رسولی که نه؟ یا یې افغانان ته سپکاوی کړی دی که نه؟ دا خبرې به حقوقي کارپوهانو ته پرېږدو، ځکه دوی په دې اړه ښه ځواب ویلي شي؛ خو که بل اړخ ته یې وګورو! ښاغلی نصیر احمد فایق اوس د چا استازی دی؟ د چا پیغام هلته رسوي؟ څنګه به د اوسني نظام او خپلو ملي ارزښتونو څخه دفاع کوي؟ په داسې حال کې چې له خپل حکومت او مسؤولینو څخه اطاعت او فرمانبرداری نه کوي او په څرګند ډول اوسنی نظام ننګوي. لازمه خو دا وه چې ښاغلي فایق پاکستاني استازي ته ویلي وای چې اوسنی نظام زما نظام دی او هلته واکمن مسؤولین زما وجود او وینه ده، موږ هېڅوک او هېڅکله ویشلی نه شي، موږ ټول افغانان یو! نو بیا به یې خپل حیثیت هم پر ځای کړی و او مقابل لوري ته به یې هم ځواب غاښ ماتوونکی و؛ خو متاسفانه داسې یې ونه ویل؛ بلکې په خپلو خبرو کې یې یو ډول د اوسني نظام څخه د نارضایت او ناامیدۍ الفاظ وکارول چې اصلاً داسې باید نه وای ویل شوي.

یوه بله مهمه خبره هغه دا ده چې سفارت په یوه هېواد کې د خپل نظام د ننګې، د مشرتابه د پیغام رسول او د اړوند هېواد د مسؤولینو پیغام د خپل هېواد مشرتابه ته رسول او همدارنګه په هغو هېوادونو کې خپلو وګړو ته قونسلي خدمتونه تر سره کول او د دوی ستونزې حل کوي دي. زموږ خود مرورو ډیپلوماتانو وروڼو په دغو چارو کې تر کومه اندازې خپل مسؤولیت ادا کړی دی؟ او څومره یې تر اوسه قونسلي خدمات عرضه کړي دي؟ خو د دې پوښتنو ځواب شاید (هېڅ) وي. نو کله چې خبره (هېڅ) ته رسېږي، تر هغې وړاندې باید د خپلو وګړو او خاورې عزت او خیال وساتل شي او خپلو ټولو خودخواهیو ته د پای ټکی کېښودل شي او نړۍ ته په یوه غږ وویل شي چې موږ ټول افغانان یو او د یوه وجود غوښه او وینه یو، هېڅوک دې زموږ د وېشلو او تقسیمولو اراده نه کوي!

هغه هېوادونه او وګړي چې دا ارمان لري او داسې ورځ ته په تمه ناست وي چې اوسنی اللهي نعمت یو ځل بیا تالاترغۍ شي او دلته بیا د نړۍ د ښکرورو غویانو تر منځ وزلوبه پیل شي، هغوی دې دا خوبونه روانو اوبو ته ووایي، پرون د مسکو فارمټ ناسته بریالی تر سره شوه، نن به د ټرانس همالیا فورم ناسته په خیر تېره شي او سبا به د هالنډ په څېر نور خودمروره افغان ډیپلومات را پخلا شي او د سپین محمدي توغ لاندې به ټولمنلي سپېڅلي امیر د اطاعت لاسونه پورته کړي. په هغه ورځ به بیا د افغانانو دوښمنان خړ مخي سرکوزي ولاړ وي!

بورا به خدای په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نېمګړی نیت مې ژړوینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx