افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په چین کې د انرژي پانګوني د پراختیا له شرکت څخه لیدنه کړې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، تله۱۲مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي چین ته د سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د سېچوان د انرژي پانګوني د پراختیا له شرکت څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي د یاد شرکت له مسؤلینو سره د افغانستان او چین ترمنځ د برېښنا د همکاریو اړوند خبرو اترو سربېره ویلي چې افغانستان د اوبو، باد، لمریزې او ډبرو سکرو د انرژي لوی ظرفیت لري او په افغانستان کې د چین په ګډون د بهرنیو شرکتونو او پانګوالو د پانګوني لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx