افغانستان

دملګرو ملتونو دسرمنشي استازې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره کتلي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، تله۱۲مه، ۱۴۰۲ل)؛ د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د یاد وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې په سیمه ییز اتصال، له نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو، د خصوصي سوداګریز او بانکي سکتور د احیا پر لارو چارو او د ماین پاکي مؤسسو په فعالیتونو خبري اتري شوې دي. د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې  زیاته کړې چې هڅه کوو څو د غذايي امنیت سربېره له نشه يي توکو سره په مبارزې، د روږدو د درملني او مشروع کښتونو د ترویج په برخو کې د نړیوالو مرستې را جلب کړو.

یاد وزارت زیاتوي چې د لیدني پر مهال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې افغانستان ته باید د ملګرو ملتونو په ګډون په بېلابېلو نړیوالو فورمونو کې د ګډون حق ورکړل شي او بشري مرستي دې له سیاست څخه جلا وساتل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx