
افغانستان
هالنډ کې د افغانستان سفارت له ا.ا. سره په تعامل کې فعالیت کوي
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، تله۱۲مه، ۱۴۰۲ل)؛ هالنډ هیواد کې د افغانستان سفارت وايي چې موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل کې یوو او په وینا یې، د قونسلي اسنادو د تائید مکتوبونه په نورمال ډول کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږو.
یاد سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې مراجعین کولای شي چې د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه له دوشنبې تر چهارشنبې ورځې پورې مراجعه وکړي. د یاد سفارت په خبره، د پنجشنبې ورځ هغو مراجعینو ته ځانګړې شوې چې وخت يې اخیستی وي.
یاد سفارت همدارنګه زیاتوي چې هالنډ کې د افغانستان سفارت هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دوی د خپل هیواد استازیتوب کوي.