نړۍ

د ریختر په کچه 6.2 يوې زورورې زلزلې ۸۸ کسانو ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (دوشبنه، زمري ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په ایران کې د عراق سره نږدې پولې ته د دایلام ښار  یوې زورورې زلزلې ولړزاوه چې د ۸۸ تنو د ژبلو لامل شوه .

د ایران  د خبرې اژانسونو د خبر له مخې په زلزله کې  ۸۸  تنه ټپیان شوي دي .

په پیښه کې  څوک  وژل شوي ندي.

ویل کیږي  زلزله  د مځکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوه .

زلزله  د ایران په ځايي وخت د سهار په ۰۷:۰۲ دقیقو رامنځته شوې ده .

همدارنګه د حورما آباد په ښار کې هم زلزله محسوس شوي ده .

د یادونۍ وړ ده چې نوموړي زلزلې سیمې ته سخت مالي زیانونه اړولي دي .

په ځانګړې ډول د اوبو، برښنا او مخابراتي سیستمونو يي ګډوډ کړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x