افغانستان

عبدالسلام حنفي؛دکمیت او کیفیت له پلوه د پوهني پياوړتیا دا.ا.له لومړیتوبونو ده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، تله۱۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکي نړیوالي ورځي په نمانځ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې د کمیت او کیفیت له پلوه د پوهني پياوړتیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت هڅه کوي څو په هغو ټولو سیمو کې چې له زده کړو بې برخي دي، ښوونځي او مدرسې جوړي کړي. همدارنګه یې ښوونکو ته په خطاب کې ویلي چې خپل زده کوونکي باید په اسلامي او ملي روحیه وروزي. ترڅنګ یې د هیواد له ټولو زده کوونکو غوښتي چې خپلو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx