ټولنیزه برخه

استاذه! تاته هغه ماشوم راځي چې د ذهن پاڼې یې سپینې دي!

لیکوال: ضیاءالحق حسان
معلم یعنې ښوونکی، معلم هغه سپیڅلی نوم دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپله دغه نوم ځان ته انتخاب کړی او وایي: انمابعثت معلماً. یعنې زه معلم را استولی شوی یم.
یوه ورځ د اسلام ستر پیغمبر علیه السلام نبوي مسجد ته د ننه شو هلته یې د صحابه کرامو دوه ډلې ولیدلې یوې ډلې ذکر کولو او بلې بیا درس ویلو نبي کریم علیه السلام د هغه ډلې سره کیناستلو چې درس یې ویلو او ویې ویل: دوی دواړه په خیر دي خو زه معلم رالیږل شوی یم د درس ویونکې ډلې سره کیناستلو.
د طالبانو د تیر تحریک پر مهال موږ د پکتیکا ولایت، یحی خیلو ولسوالي په روضة العلوم مدرسه کې درس ویلو یوه ورځ د ماخستن له لمانځه وروسته خلیفه صاحب سلام ګل وعظ ته پورته شو او استاذانو ته یې په خبرو کې وویل: تاسو ته هغه کسان راغلي چې د ذهن صفحې یې سپینې دي چې هر څه تاسو پرې لیکئ!
قدرمنو ښوونکو ته د همدې ورځې د مبارکۍ تر څنګ همدا پیغام ورکوو چې تاسو ته د ملت هغه واړه بچیان راځي چې برخلیک به یې تاسو ټاکئ، دوی هغه نازکو نهالونو ته ورته دي چې په اسانۍ هر لور ته کږیږي نو باید د دوی سمه روزنه وکړو او د تعلیم تر څنګ یې داسې تربیت وکړو چې نه تنها خپلې کورنۍ بلکه د هېواد لوی خادم شي.
حضرت علی کرم الله وجهه ته نبي کریم عليه السلام وایي: اې علي قسم مې دې په الله وي که ستا په وجه یو کس په سمه لار روان شي د سرو اوښانو له صدقې درته غوره ده.
قدرمن استاده! د ملت د بچیانو روزنه ستا لپاره بهترین عبادت او غوره صدقه ده په لوړ عزم، اخلاص او مینه دا سپیڅلی خدمت سر ته ورسوه!
ستا د بریا په هیله
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx