نړۍ

بانکي مون د امریکايي پادرې له خوا قرآن کریم سوځول وغندل

Ban-Ki-moonنن ټکی آسیا: د امم متحده سرمنشي بانکي د اسلامي کانفرانس د غړو هیوادو د سفارتکارانو سره په غونډه کې ویلي چې د قرآن کریم سوځول د امم متحده هغه هڅو ته زیان رسولی چې غواړي په نړی کې د ادیانو تر منځ صبر، تحمل، او یو بل منلو او قدروني ته لاره همواره کړی.

نومړي وویل چې د اسلامي دین مقدس کتاب قرآن کریم د امریکايي پادرې له خوا سوځول هیڅ د منلو وړ نه دي.

نومړي د مزاري شریفي پيښي ته په اشاره وویل چې زه د اسلامي کانفرانس د غړو هیوادو د سفارتکارانو څخه مننه کوم چې دغه پيښه یې وغندله، چې د امم متحده پر دفترونو بریدونه هیڅ کله د منلو وړ نه دي.

د تیري جمعې په ورځ په مزار شریف کې لاریون کوونکو د امم متحده پر دفتر باندي برید وکړ، او هلته یې 7 خارجي کارکوونکي ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x