نظــر

د اسراييلو ناجايز قيام… درېيمه برخه

ليکوال: ډاکټر مجاهد منصوري

ژباړن: احمدجرس

۱۸۹۷م کال کې «سويټزرلينډ» کې د صهيوني يهودانو لومړۍ غونډه شوې وه او د اسټرياوي صهيوني «تهيوډر هرزل» پر پلان يې خبرې اترې وکړې، چې د يهودانو لپاره بايد يو ځانګړی هېواد وي.

نوموړې غوڼډه کې ويل شوي و، چې د يوګنډا «چې تېره برخه کې يې يادونه شوې» تر څنګ فلسطين، ارجنټينا، استراليا، دمصر «سينا» سحرا او قبرص هېوادونو څخه بايد په يو هېواد کې د يهودانو لپاره يو ځانګړی هېواد جوړ شي.

زړو او نويو صهيوني يهودانو په دې سلا وکړه، چې فلسطين دې د يهودانو د نوي دولت په توګه وټاکل شي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې وشوه، چې له ختيځې اروپا راغلي يهودانو او د فلسطيني مسلمانانو تر منځ شخړې او لانجې روانې وې.

دغه مهال فلسطين د بريتانوي استعمار لاندې نه و، خو نوموړې سيمه کې د بريتانوي ښکېلاک واک چليده. فلسطين ته رارسيدلي يهودانو فلسطين کرهنيزې ځمکې اخيستل پيل کړي و او دغه وخت کې د يهودانو غوښتنې او د بريتانوي ښکېلاک لاسوهنې ورځ تر بلې زياتېدې. دغه مهال بريتانوي ښکېلاکګر فلسطين کې د خپل واک او ځواک د پياوړتيا په هڅو بوخت و.

دغه وخت کې «لارنس آف عربيه» د پټو توطیو په ترڅ کې د عثماني خلافت پر ضد د عربو جذبې راوپارولې، تر څو عربي نړۍ کې د عثماني خلافت اغېز له منځه يوسي او د بريتانوي ښکېلاک لاسوهنو ته لار هواره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ۱۹م مې پېړۍ منځني پېر کې «د عثماني خلافت له زواله مخکې» منځنۍ اروپا «سربيا او بوسنيا» شمالي افريقا، شام او يمن د عثماني خلافت تر کنټرول لاندې هېوادونه وو، مګر دغه مهال د ترکانو عياشي او لوچکي د دوی پر واک او زور غالبه شوه، بريتانوي او فرانسوي ښکېلاکګر هم د همدې ورځې په تمه و، چې د ترکانو له غفلته په ګټه اخيستنې د عثماني خلافت سيمو کې خپل شوم پلانونه پلي او عثماني خلافت له منځه يوسي.

له لومړۍ نړيوالي جګړې «۱۹۱۴- ۱۹۱۸م » څخه مخکې بلقان «سويل ختيځه او منځنۍ اروپا» د بريتانوي ښکېلاګرو هدف و او دغه هېوادونه يې ورو ورو يې ټوټې ټوټې کړل. د منځني ختيځ مسلمانان هم د نوموړي ښکېلاک مهمو اهدافو څخه و، ترڅو دغه هېوادونه د عثماني خلافت له دايرې راوباسي او د خپلو ښکېلاکي موخو لپاره يې وکاروي.

بريتانيا عثماني خلافت سره د مخامخ جګړې پر ځای عربي نړۍ کې د عثماني خلافت پر ضد پروپاګند پيل کړ او عربي نړۍ کې يې د «عربي نيشنلزم» جذبې راوپارولې او د عثماني خلافت اتباع يې د دوی غلامي وبلله او عربو کې یې د عثماني خلافت پر ضد د کرکې او نفرت پيدا کولو هڅې پيل کړې او د دې سترو ښکېلاکي موخو لپاره يې د ژبې او قلم مزدوران وګمارل، او د عثماني خلافت پر ضد يې د عربو پر مټ سړه جګړه پيل کړه.

د دې ټولې سړې جګړې مشري د بريتانيا د عربي کلتوري چارو کارپوه کيپټن لارنس آف عربيه پر غاړه وه.
لارنس په ډېرې چالاکۍ او مهارت عربو کې د عثماني خلافت پر ضد عربي نيشنلزم ته هوا ورکړه او ورو ورو عربانو کې دا فکر پيدا شو، چې د عثماني خلافت اتباع د غلامۍ په معنا ده.

دا د هغې ناوړه توطيې په څېر وه، چې د مدينې يهودانو او سبائي « عبدالله بن سبا» تحريک په ګډه د قادسيه جګړه کې د اسلام د فتحې او ايرانيانو له شکسته وروسته د مسلمانانو پر ضد کړې وه.

لارنس آف عربيه د ترکانو او عربو تر منځ د قومي او ژبني شخړو په پيدا کولو کې چې له کومو علمي او فرهنګي حربو څخه کار واخيست، دا خو بېشکه د مسلمانانو لپاره ډېر خطرناک و او بريتانوي ښکېلاک پکې له خپلې ارزو زيات بريالی شو؛ مګر هندي او په خپله د عثماني خلافت ګردو پلويانو لپاره دا جګړه د خلافت پر ضد د يو ستر جنګي محاذ د پرانستو په معنا وه.

د بريتانوي ښکېلاګرو له لاسه عربان د پيغمبر عليه السلام د حجة الوداع د خطبې پر خلاف د عربو او عجمو په تعصب اخته او د عثماني خلافت د ړنګولو لپاره ذهنا تيار شول.

د خلافت ځايي عرب چارواکي هم د انګريز د چل او فريب ښکار شول او ورسره يې په ګډه د عثماني خلافت پر ضد دسيسې پيل کړې.
علامه محمد اقبال په دې اړه فرمايي:
کیا سناتا ہے مجھ کو ترک و عرب کی داستاں
مجھ سے کچھ پنہاں نہیں اسلامیوں کا سوز و ساز

۱۹۴۸ م کال کې د اسراييلو د ناجايز دولت د جوړيدو څخه د څلور پنځو لسيزو وړاندې شاليد پيژندل د دې لپاره اړين دي، چې « دښمن د خپلو ناشونو موخو د تر لاسه کولو لپاره څنګه او په کومه طريقه کار کوي»

ستر عثماني خلافت يې «مريض انسان» وباله، د عربو قومي او ژبني تشخص ته يې هوا ورکړه او عربو هم د قومي او ژبني تعصب او کرکې له امله د عثماني د ورانولو هڅې پيل کړې.

د اروپا مالداره يهودان فلسطين ته راتلل او له فلسطيني غريبو برزګرانو څخه به يې د هغو ځمکې او باغونه په لوړو بيعو رانيول.
هغه مهال د فلسطين مفتي اعظم «امين الحسيني» به د فلسطينيانو کورونه ته ورته او هغوی ته به يې ويلې، چې خپلې ځمکې پر يهودانو مه پلورئ، مګر بيا هم يهودان په خپلو شومو موخو کې بريالي شول او د فلسطين ٪۲۹ سلنه ځمکې يې وپېرلې.

له هغې ورسته هره ورځ د يهودو او فلسطينيانو تر منځ د ځمکو او اوبو پر سر شخړې او لانجې کېدې، مګر «لارنس اف عربيه» به عربانو ته د صبر او زغم جعلې توصيې کولې او د يهودو د راتلو په اړه يې د فلسطينيانو ذهنونه ارامول.

د ترکیې د اغېز د له منځه وړلو لپاره روس او فرانسه هم ميدان ته را ووتل، چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيل کې ټولو سره يو ايتلاف کړی و.
ترکيې د هغه وخت د حالاتو په رڼا کې المان سره ايتلاف کړی و.

۱۹۱۶م کال کې فرانسې، روس، او بريتانيا «THE SYKES – PICOT AGREEEMENT» تړون له مخې د ترکيې ستر عثماني خلافت ټوټې ټوټې کړ.
دا کال د عيسايي زارا روس د حکومت وروستی کال و. دغه تړون دوو ديپلوماتانو « سر مارک سانيکس» او « جارج پايکوټ» په ګډه ليکلی و.

د تړون له مخې د منځني ختيځ ډېره برخه به د فرانسې او بريتانيا مستعمره وي اوعرب به هم د استعماري هېوادونو تر اغېز لاندې ازاد دولت ولري او فلسطين به د روس، فرانسې او بريتانيا ګډه مستعمره وي.

په لومړيو وختونو کې دغه تړون له خلکو پټ و، مګر کله چې ۱۹۱۷م کال کې روس کې کميونيستي انقلاب راغی، نو دغو انقلابيانو د بريتانيا د شرمولو او عربو د ويښولو لپاره دغه تړون افشا کړ.

انقلابيانو ويل، چې دغه تړون د فلسطين په ګډون ګردو عربو سره بې وفايي ده.

اصل خبره دا وه، چې دغه مهال فلسطين عملا د بريتانيا کنټرول کې و او د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د يهودو د پټو او ښکاره مرستو پوروړي و.

د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال هم د بحيره روم پر ساحل له اروپا د راتلونکو يهودانو لړۍ ښه په درز کې روانه وه.

د عربو او يهودانو د شخړو پر مهال ډېری فلسطيني مشران له وطنه شړل شوي وو او دغه کار د تاريخ تر ټولو غير قانوني او د عربو او بريتانيا تر منځ د شوي تړون څخه سرغړونه وه.

هغه يهودان چې له نازيانو ژوندي پاتې شوي وو، بريتانوي ښکېلاګرو په غير قانوني توګه فلسطين ته رالېږل.

د دوهمې نړيوالې جګړې له پايه وروسته ملګري ملتونه راپيدا شول او د فلسطين د شخړې په اړه د امريکا اغېز پکې تر نورو ډېر زیات و.
د ۱۹۴۷م فبرورۍ په مياشت کې بريتانيا د فلسطين کشاله ملګرو ملتونو ته وړاندې کړه او هلته د فلسطين په موضوع يو ځانګړی کميسيون وټاکل شو.
کميسيون پريکړه وکړه، چې د فلسطين پر ۵۶٪ سلنه ځمکې دې د يهودانو حکومت جوړ شي او دغه ځمکې د فلسطيني ابادي ۳۳٪ ځمکه وه.
بيت المقدس نړيوال زون ونومول شو.

عربانو د نوموړي پلان له منلو انکار وکړ او يهودانو ومانه.

د ۱۹۴۷م کال د نومبر په ۲۹مه نېټه د امریکا، روس، او فرانسې په ګډون ۳۳ هېوداونو د د شوي تړون په پلوۍ رايه ورکړه.

بل پلو ګردو اسلامي هېوادونو، يوګوسلاويا، هند او يونان د نوموړي قرارداد پر ضد رايه ورکړه.
د نوموړي تړون له مخې اسراييلو ته يو جلا دولت جوړ شو، مګر فلسطينيان تر اوسه په خپلو وينو کې لامبي او خبره تر اوسنۍ غزې راورسيده.
د تېرو ۶۷ کلونو په ترڅ کې اسراييلو د شام او اردن پر ځينو سيمو هم قبضه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x