
د پراکسي وار یا نیابتي جګړې ناکام سوداګر…!
ډاکټر احرار
هر کاروبار ګټه او تاوان لري د مظلومو مسلمانانو وینه خرڅول او بیا د ګټی خوب لیدل ستر حماقت ده.
څو ټکي باید په مختصر ډول واضح شي:
لمړی: د پاکستان ننۍ ناندرۍ د افغانانو اړوند نوي او بی مثاله ندي.
دوهم: د بشر د حقوقو مدافعین یا نړیوال بنسټونه باید د پاکستان څخه د تیرو ۴۰ کلونو حساب وغواړي تر څو د مهاجرینو ګټه او تاوان مشخص شي څومره نړیوالی بشری مرستی راغلی دي د خوراک، روغتیا ، تعلیم او بیا رغوني په برخه کې ۱۰% یې هم ندي په افغان اولس مصرف شوي.
دریم: د پاکستان د اقتصاد اړوند دي پلټنه وشي د افغانانو څومره وینه او خوله کې تویه شوي ده
څلورم: او د هری ترهګریزی پیښی شاته وګورۍ که افغان مهاجر له ځانه بم جوړ کړی جوړونکي پلانګذار به یې د فوځ او ای ایس ای کرنل وي.
پنځم: پاکستان کله اکنامکس درلودی د پاکستان هستي او نیستي ټول نیابتي منافقانه سیاست د چي غټ مارکیټ یې افغانستان او د هند لویه ابادی ده چین ، ایران او روس هم د شیطانت په جال کې ساتي که د مذهب او دین خبره وي ستر مفتیان یې ساتلي دي که ملت پالنه وي مشهور پښتانه خانان یې استعمال کړي دي.
نن چي افغانستان ریښتونی مالک او څښتن پیدا کړ د ده ترهګریز توکي مارکیټ نلري د قومي نفرت ګیراک نلري ده ته د مهاجر په نوم یا د اشغالګرو د اکمال په نوم ډالر نه راځي د کاروانونو سیکورټي نشته په مالیخولیایي او سؤتغذي انداز خولی لګوي دا د تعجب وړ ده.
افغان ولس او اسلامي امارت ته په کار ده چي خپل مسیر سم تعقیب کړي د مهاجرینو په راستنولو کې له نړۍ څخه مرسته وغواړي او په هر ولایت کې ښار ګوټی ورته تیار کړي د کار زمینه ورته مساعده کړي د پاکستان څخه د مهاجرینو او نړیوالو خیریه بنسټونو املاک او شتمني طلب کړي.
شپږم نور نو د ډیورنډ قضیه باید جدي و ګڼل شي او پر نړیوال فورم دی ستره حاشیه داره دعوه وړاندي شي او د تعقیب لپاره دي افغان قوم شوموله ۳۰۰۰ کسیزه شوری ورته جوړه شي او په مصلحت امیز ډول دی تعقیب شي.
انګلستان او غرب ته دی وویل شي چي خپل ټرین شوی وږی سپی دي مهار کړي.
د پاکستان د بربادئ په هیله رب ته لاسونه لپه کړئ