نړۍ

اعلامیه: د خپلې ځمکې او مقدساتو ازادۍ لپاره مقاومت د فلسطینانو مشروع حق دی

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۶میزان ۱۴۰۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د روانو پيښو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزې په شاوخوا کې روانې پيښې له نیژدې څاري او سبب یې د صهیوني رژیم له لوري د مظلومو فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندي کول او مقدساتو مکرر توهین او بې احترامي ده چې پر وړاندي يې دفاع او مقاومت د فلسطینیانو مشروع حق دی.

باید وویل شې چې نن د شنبې په ورځ سهار لمر ختو سره سم د غزې تړانګې څخه مسلحو فلسطیني مقاومتي ډلو هغه محاصره ماته کړه چې اسرائیلو لخوا د لسګونو کلونو راهیسي جوړه شوې او د اسرائیلو لخوا پر جوړ شویو عسکري او دولتي ودانیو یې ځمکني بریدونه وکړه او تر وړاندي يې د هوائی میزایلي بریدونو له لارې د اسرائیل تر ولکې لاندي مختلف ښارونه په نښه کړه، چې له امله یې د اسرائیلي سرچینو سره سم تر اوسه د ۱۰۰ یهودانو وژنه تایید شوې او تر زر زیات نور ټپيان شوي دي او په لسګونو نور د فلسطیني وسلوالو ځواکونو لخوا برمته شوې او غزې ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، ِ«د افغانستان اسلامي امارت په فلسطین کې د فلسطینانو د ازاد ملک لرلو غوښتنه یوه مشروعه، تاریخي او قانوني حق بولي او حمایت ځیني اعلانوي، د اسلامي هیوادونو او نړیوالو هیوادونو، په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تاثیر ګزاره هیوادونو څخه غواړي چې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د فلسطین د بې ګناه ولس پر وړاندي تاوتریخوالي مخنیوی وکړي او د فلسطین د قضیه د حل لپاره د فلسطینیانو د مشروع حق تر لاسه کولو لپاره لاس په کار سي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx