افغانستان

هرات کې زلزلې ۷ کلي په بشپړ ډول له منځه وړي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۲): پېښو ته د رسیدو وزارت ویاند ملاجانان وایي چې هرات کې نننۍ زلزلې ۷ کلي په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

ښاغلي ملاجانان ویلي دي چې د زلزلې له کبله رامنځته شوي تلفات سلګونو ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړې چې یواځې په سوه کلي کې تر درې سوه کورنیو ژوند کاوه چې اوسمهال له دغو کورنیو یواځې سل کسان ژوندي پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې هرات او بادغیس ولایتونه نن څو مسلسلو زلزلو ولړزول چې له کبله یې خلکو ته پراخه مالي او ځاني تلفات اوښتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx