افغانستانخبرونه

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ تلیفوني خبري شوي دي

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ تلیفوني خبري شوي دي

نن ټکی آسیا (دوشنبه ۱۷میزان ۱۴۰۲)د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امير عبداللهیان د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره پر یو شمېر موضوعاتو ټليفوني خبرې وکړې.
په ټليفوني مکالمه کي ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د تيري ورځي د زلزلې له قربانیانو سره خپله غمشریکي وښوده او د تسلیت مراتب يې وړاندي کړل.دغه راز یې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه او د هر راز همکاري چمتو والی یې وښود.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقی د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه د غمشریکۍ د څرګندولو او مرسته کولو ژمني له کبله مننه وکړه او د زلزلي د زیانونو او زلزله ځپلو د اړتیاو په هکله یې معلومات ورسره شریک کړل، د دغې ټليفوني مکالمې په پای کې دواړو سیالانو د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پاللو او لا تقویي او د افغان-ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx