نړۍ

تحريک انصاف له ملي او ايالتي شوراګانو استعفا ورکوي

د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند پريکړه وکړه، چې له ملي او ايالتي اسامبليو به استعفاوې ورکړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مخکښ مشر شاه محمود قرشي شېبه مخکې اسلام اباد کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې حکومت د دوی غوښتنې نه مني، لهذا دوی له ملي، پنجاب، بلوچستان او سند ايالتي شوراګانو څخه خپلې استعفاوې ورکوي او د خيبر پښتونخوا په اړه به خپل ايتلافي «جماعت اسلامي» سره له سلامشورې وروسته پرېکړه وکړي.

شاه محمود قرشي وويل، چې د پارلمان وکيلانو دوی سره خپلې استعفاګانې ټولې کړي او سبا به يې د پارلمان ريس ته وسپاري.

د استعفاوو په اړه تحريک انصاف د داخلي شخړو ښکار شو

وروستي راپورونه وايي،د پاکستان تحريک انصاف ګوند له ملي او ايالتي اسامبليو د استعفا په اړه دوه ځايه شوی دی او يو شمېر وکيلان یې وايي، چې له اسامبلۍ څخه استعفا به د ګوند په زيان وي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند ريس جاويد هاشمي د ګوند مرکزي شورا ته وويل، چې د استعفا پرېکړه عاجلانه ده او په دې اړه بايد له ټولو وکيلانو سره له سلامشورې وروسته پرېکړه وشي.

هاشمي زياته کړه، چې دوی دومره وس لري، چې راتلونکو ټاکنو کې دومره څوکۍ وګټي، چې څومره يې اوس ګټلي دي؟

جماعت اسلام هم د استعفا پلوي نکوي

شېبه مخکې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې استعفا ورکول د جمهوريت په زيان دي او دوی د استعفا پلوي نکوي او تحريک انصاف ته هم مشوره ورکوي، چې په خپله پرېکړه بيا کتنه وکړي او له استعفاوو تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x