شعـــــرونه

چې کرل دې اوس یې وریبه په خپله/ ضعيف

عبدالسلام ضعیف

چې کرل دې اوس یې وریبه په خپله
ګیلمن اشنا ! ګیله مکړه له بله

دظلمونو تخم ورو – ورو څرګندیږي
دعمل جزا به زیږي له عمله

د مظلوم د آه ثمر په رسیدو دی
راوتلی لا پخوا وو له کوګله

حیرانیږه مه تاوان د ګټې ورور دی
تجارت د وینو وېنه ډیره وله

منتقم د مظلوم ښه انتفام اخلي
څوک چې ستا د لاسه تا ته ژړیدله

غافل نه دی د مهلت اجل ته ګوري
دسرکښو ماتیدل کوي هر کله

په دارینو نتیجه به مخته ویني
کوم چې تا به یې شونتیا محال ګڼله

ضعیف خپل دوسیه سپارلي لوی قاضي ته
قضاوت یې عدالت دی له ازله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx