شعـــــرونه

پريږده چې؛ دا نوم خو دې نن سمدم په جار واخلمه/ غني خېل

مل غني خېل

پريږده چې: دا نوم خو دې نن سمدم په جار واځلمه.
پريږده چې: بدي پر سر د کلي، د ښار واخلمه

پريږده چې: وږمې را پسې هر ځای کې روانې شې
پريږده چې: دا ستا د عنبري زلفو تار واخلمه

پريږده‌ چې: له تا نه پاتي پلونه دې مچو کړمه
پريږده‌ چې: مي زړه ته ليږ سکون لدې لار واخلمه

پريږده چې: دا ستا لپاره دود شمه، ايره شمه
پريږده چې: يو سل ځلي بلا خو دې يار! واخلمه

پريږده چې: کاږه باڼه دې واوړي بيا زما پر لور
پريږده چې: پر زړه خښ شي او خوند له ګزار واخلمه

پريږده ناقدينو ته د « مل » دغه غزل يوسم
پريږده لکه مشت چې نمونه له خروار واخلمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx