دیني، سیرت او تاریخ

محبوب (۶)

جواد مجاهد

تېر پسې…

که به یې چا لاس ونیو او پر مخ به یې کېښود نو له واورې څخه ډېر یخ او له مشکو څخه ډیر ښه بوی ورکوونکی به یې حس کړ. خولې یې د ملغلرو په شان وې او د خولو بوی یې له هر بوی څخه ښکلی وو. محبوب به چې په کومه لار ولاړ. وروسته راتلونکي ته به یې د ځان او یا د خولو له ښایسته بوی څخه څرګندېدله چې محبوب پرې تللی دی. د دواړو اوږو تر منځ د کیڼې اوږې د نرم هډوکي له بیخ سره یې د کوترې د هګۍ په شان د نبوت مهر وو چې د محبوب مبارک بدن سره یو شان وو او په بدن باندې یې د کوچنیو مسي رنګو دانو ډیروالی له ورایه معلومېده. محبوب په فصاحت او بلاغت کې تر هر چا وړاندې لوړ او هر چا منلی وو. ساده طبیعت، د الفاظو غوره والی، مفهوم په لنډو ټکو د معا د روغوالي سره بې له ځان ستړي کولو څخه وربښل شوی وو. جوامع الکلم، ناپېژاند حکمتونه، د عربو ژبې او لهجې ور ښوودل شوې وې چې له هر قوم سره به یې د هغوی په لهجه خبرې کولې. محبوب ته په الهي مرسته سربېره چې د وحي په ډول ور په برخه شوې وه، د بانډچیانو او کوچیانو صراحت، د خبرو تکړه والی او د ښاریانو خوږژبي وربښل شوې وه. سره له توانه زغم، سره له توانه بښل او په پراخ تندي د ستونزو منل د هغه صفتونه وو چې الله تعالی پرې روزلی وو.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx