نړۍ

اټالیی دلیبیا حکومت مخالفه ډله په رسمیت وپیژندله

italian_foreign_ministerنن ټکی اسیامارچ ۲۰۱۱/۰۴) داټالیی هیواد له قذافي څخه مخ واړاوو او دحکومت مخالفه ډله یی په رسمیت وپیژندله، داټالیی هیواد زیاته کړه، هغه وړاندیزونه چي په اتین کي دقذافي له لخوا د رالیږل شوي پلاوي له لوري وړاندي شویدي اعتبارنلري اود منلو وړندي،داټآلیی دبهرنیو چارو وزیر فرانکو فراټیني دلیبیا دولسمشر قذافي له لوري دټولو وړاندیزونو مخالفت وکړ، اودلیبیا دمخالف لوري لخوا جوړه شوی ملي انتقالي شورای یی په رسمیت وپیژندله.

لدي څخه وړاندي دقطر اوفرانسي هیوادونو دلیبیا مخالفه ډله په رسمیت پیژندلی وه، له بله لوري دلیبیا هیواد دمخالفوډلو مشرانو داټالیی دپریکړي هرکلي کړیدي، اود اټالیی له هیواد څخه یی خوښی څرګنده کړیده، داټالیی دبهرنیو چارو وزیر په څرګنده دلیبیا دبهرنیو چارو دوزیر دهڅو مخالفت وکړ، دلیبیا دبهرنیو چاور وزیر تیره ورځ په یوه سیاسي سفر ویونان هیواد ته تللی وه.
ښاغلي عبیدي دیونان و لومړي وزیر ته دمعمر قذافي یو پیغام ورساوه چي په هغه کي قذافي څرګنده کړی وه، زه غواړم چي دلیبیا دناورین لپاره یو لار ولټوم او په هیواد کي روانه شخړه ختمه کړم، ګمان کیږي چي عبیدي به ترکیی او مالټا ته هم سفرونه وکړي، نوموړي دبرطانیی له لومړي وزیر ډیویډ کیمرون ، دقطر اوترکیی له ولسمشرانو سره ټلیفوني خبري کړیدي. له بلی خوا دبرطانیی لومړي وزیر ډیویډ کیمرون دوزیرانو وغونډی ته په وینا کي وویل هیواد یی اراده نلري ترڅو دلیبیا مخالفي ډلي ته وسله ورکړي، لیکن مونږ په خپلی غیرنظامي  مرستي ور سره جاري وساتو.

بخت الرحمن بخت………………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x