
ایا اشرف غني د خپلې تېښتې په اړه دروغ وايي؟
فرشته جلالزۍ
د اشرف غني دا خبره مشهوره ده چې وايي د فرار په ورځ (ما فکر کول چې خوست ته ځو)؛ خو زه فکر کوم چې دا خبره دروغ ده، زه فکر کوم چې اشرف غني خلکو ته د خپل فرار په اړه دروغ وايي. زه فکر کوم چې اشرف غني بالکل خبر و چې چېرته د تښتې په حال کې دی.
زه ولي داسي فکر کوم؟
کله چې تاسو د نجیب د فرار په اړه زما یادداشتونه ولولئ، تاسو ته به معلومه سي چې کله چي نجیب مطمین سو چې حکومت یې سقوط کوي، له ریاست جمهوري یې استعفی وکړه او د کابل د هوايي پر خوا یې ور منډه کړه. نجیب غوښتل چې هند ته ولاړ سي ځکه کورنۍ یې مخکې له مخکې هلته رسېدلې وه. د کابل په هوايي ډګر کې دهند یوه الوتکه چې د ملګروملتونو دبشري مرستو دادارې ریس بنن سیوان پکښې سپور و، د نجیب په انتظار وه. خو ګلمجمانو نجیب را وګرځول. بیا نجیب په کابل کې د هند پر سفارت ور منډه کړه، بیا د هند سفارت رد جواب ورکړ او بیا د ملګرو ملتونو پر دفتر ور ننوت.
نجیب که څه هم له ملګروملتونو او هند سره هماهنګي کړې وه او پلان دغسي و چې دی به هند ته تښتي، د هند حکومت او ملګرو ملتونو دا برنامه جوړه کړې وه خو ګلم جمانو یې پلان ور خراب کړ اونجیب مجبور سو چې د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړ سي. هغه وخت دهند سفیر وايي چې که نجیب لږ وختي (مثلا شپږ یا اوه ساعته مخکې ) میدان ته تللی وائ شاید ژوندی پاته سوی وائ. متوجه یاست؟ نجیب لږ ناوخته میدان ته ولاړ او خبره یې خلاصه سوه! یعنې د یوه ریس جمهور په فرار کې وخت ډېر حساس دی! تاسو په دې کشمکش کې د یوه ریس جمهور د تېښتې حساسیت، د وخت حسیاست، د معلوماتو د افشا کېدو اهمیت او د نجیب سرګرداني ته متوجه یاست؟
مګر؛ د اشرف غني سره داسي ونه سول. اشرف غني له ارګه په الوتکه کې سپور سو ، له خپلو انډيوالانو سره یو ځاي ازبکستان ته ولاړ او بیا متحده عربي اماراتو ته وتښتېد. د اشرف غني د تېښتې په برنامه کې هېڅ مشکل پېښ نه سو، سرګرداني، ابهام، منډه رامنډه، جنجال او بل هېڅ ډول مشکل پکښې نسته. د جمهوريت د الوتکې پيلوټ څنګه وپوهېد چې ازبکستان ته ولاړ سي؟ د ازبکستان حکومت څنګه یوې بېګانه الوتکې ته اجازه ورکړه چې هوايي حریم ته یې ور ننوزي؟ که چیري د ازبکستان له حکومت سره مخکې له مخکې دا خبره او موافقه نه وه سوې چې د افغانستان ریس جمهور به ور تښتي، د ازبکستان هوايي ځواکونو څرنګه اجازه ورکړه؟
د هند حکومت د پاکستان له وېرې نه سوائ کولائ چې د ملګرو ملتونو له رسمي مکتوب څخه پرته له نجیب سره مرسته وکړي. د ازبکستان حکومت څرنګه د ملګرو ملتونو له خبرتیا پرته د اشرف غني الوتکه ور پرېښوده؟ که چیري د الوتکې د ورتګ خبر مخکې له مخکې له ازبکستان او ملګرو ملتونو سره نه و شریک سوی نو د اشرف غني الوتکه څو ساعته په هوا کې ګرځېده تر څو چې د ازبکستان ريس جمهور ، د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر بحث وکړي او پرېکړه وکړي چې اشرف غني ته د ورتګ اجازه ورکړي که یا؟
زه د نجیب د فرار د برنامې له مطالعې کلک باور لرم چې اشرف غني د خپل فرار برنامه مخکې له مخکې جوړه کړې وه، له کابل تر ازبکستانه سفر، دا چې څوک څوک او په کوم ډول الوتکه کې باید ولاړ سي پلان سوي ول. ملګرو ملتونو باید د ازبکستان حکومت ته رسمي ویلي وي چې د غني الوتکې ته اجازه ورکړي او په دې کې باید د امریکا سیاست، د روسیې سیاست، د پاکستان موقف او حتی د هند موقف په پام کې نیول سوی وي او له دې ټولو سره خبرې سوې وي. دوهم پړاو یې له ازبکستانه د متحدو عربي اماراتو تګ دی. اشرف غني باید د امریکا، قطر او ملګرو ملتونو سره څو واره خبرې کړي وي چې کوم هېواد ته وتښتي.
کله چې یو مملکت د یوه بل مملکت فراري ولسمشر ته ځاي ورکوي، لوی سیاسي بحثونه پکښې مطرح کېږي. متحده عربي امارات په تاریخي ډول له طالبانو سره ښه روابط لري. اشرف غني ته د سیاسي پناه ورکولو لپاره باید د اماراتوحکومت له طالبانو سره هم خبرې کړې وي.
متحده عربي اماراتو، قطر، امریکا،پاکستان او طالبانو باید د اشرف غني د سیاسي پناه پرځاي خبرې کړې وي. متحده عربي اماراتو په سیمه کې ټولو سیاسي مسایلو ته د پام له مخې ، اشرف غني ته د پناه ورکولو پرېکړه کړې وي. ازبکستان هم په منځنۍ اسیا کې له هغو هېوادونو دی چې د طالبانو له مخکې حکومت سره یې ډېر ښه روابط درلودل.
ازبکستان او متحده عربي امارات دوه جلا او خپلواک هېوادونه دي چې په ټوله سیمه کې د طالبانو په ګډون له سیاسي ډلو اوحکومتونو سره روابط لري او اشرف غني باید په رسمي، د ملګرو ملتونو په اجازه او د سیاسي جوړجاړي له مخې دې هېوادونو ته تللی وي. ازبکستان او امارات “سرای خوجه” نه دي چې د غني الوتکه ور والوزي او بې سوال او بې ځوابه یې پر هوايي حریم تېری وکړي، په خاوره کې یې ځاي ونیسي.
اشرف غني ولي دروغ وايي؟
اشرف غني شاید ډېر دلیلونه لري چې د خپل فرار په اړه ريښتیا نه سي ویلی:
۱- که چیري اشرف غني ووايي چې دی خبر و چې باید فرار وکړي او د فرار پلان یې جوړول، د ټولو هغو دولتي مامورینو لاس یې ګرېوان ته ورلویږي چې د اګست په ۱۵مه هم کارونو ته تللي ول.
۲- اشرف غني نه سي ویلائ چې د فرار پلان یې درلود ځکه پر امان الله خان یې خندلي ول. اوس داسي ډرامه کوي چې والله زه خو نه وم خبر، بل چا وتښتولم، ما خو د خوست د سفر فکر کړی و.
۳- د اشرف غني د کړۍ اکثر غړي پر ټوېټر سته ، ښځې او نارینه ، جګر جنرال او جګر دپلومات، له ملکي تر پوځي او تاسو شاید د اکثرو خبرې ټوېټر سپیس اروېدلې وي! ډېر سلاکاران او د ارګ نفر یې هم تاسو اروېدلي دي!
ایا تاسو فکر کوئ چې دې خلکو ریښتیا هم دومره درایت، شعور او استعداد درلود چې د ریس جمهور د تیښتې پلان جوړ او په موفقیت اجرا کړي؟ نور به کوم عوامل وي چې اشرف غني اقرار نه کوي چې تېښته یې تصادفي نه وه؟
د ډاکټر نجېب او محمد اشرف غني د فرار يو څه توپير شته هغه دا چي د کمونيزم په ضد غربی نړۍ او عربی ملکونه يو واحد دريځ درلود او د مجاهدينو حکومت يي تقريبا له مخکی نه په رسميت پيژندلی وو او هيڅ څوک نجيب سره د همکاری ته تیار نه و اشرف غنی بیا ټول نړی سره تماس کي و او تراوسه پوري امارت اسلامی په رسميت پيژندلی نه دی بل داچی د امارت اسلامی په ضد هر ملک همکارۍ ته چمتو و يو مثال دا ده چي په زرګونو افغانانو چي له خارجيانو سره کار کړی و… نور لوستل »
دواړه ډوله حکومتونه د کمونیست نجیب او امریکا کښی تهدابی تربیه شوۍ غنی د خپلو بادارانو له خوا رامینځ ته شوی وو او ددواړ تر مینځ یڅ فرق نشته ، نجیب د کمونیستی ممالکو غلام او غنی د غلیسی امریکا او د غلیسی امریکا غربی ممالکو غلام وو لکه چی قاتل تنظیمونو او قاتلو قدیانی طالبانو غلامی په څیر!!!!