نظــر

کهالي (سستي)، لاملونه او زیانونه يې

کهالي (سستي)، لاملونه او زیانونه يې

صفی الله احساس

په ټوله کې سستي په دوه ډوله ده: لومړی؛ ذهني سستي، دویم؛ بدني سستي.

ذهني سستي دې ته وايي چې یو ځوان نشي کولای خپل ذهن ته یو څه زیات کړي، د یوه شي په اړه معلومات ځانته وکړي او په اړه یې زده کړي وکړي.

او بدني سستي دې ته وايي چې ځوان نه غواړي چې ځان ستړی کړي، همېشه یې هڅه وي چې ځان په سکون کې وساتي او نشي کولای چې د خپل راتلونکي په اړه بدن ستړی کړي ترڅو یې په پایله کې یو ښه راتلونکی په برخه شي.

په ټوله کې دا دواړي سستۍ د ځوان لپاره په زیان دي. کله چې په یوه ځوان کې دا دواړه او یا هم له دې دواړو څخه یوه موجوده وي نو بیا دا ځوان جامد وي، په هغه کې هیڅ حرکت یې په توان کې نه راځي. هغه ځوان چې متحرک وي او همېشه یې په بدن او ذهن کې حرکت وي، سستي پکې نه وي، یو کامیاب شخص دی او هغه ځوان چې په بدن او ذهن کې یې حرکت نه وي بلکه سستي پکې وي، یو ناکام انسان دی.

د سستي لاملونه:

۱ کله چې يو ځوان ځان بې مسؤلیته احساس کړي او ووايي چې نه په راتلونکي کې او هم نه اوس في الحال، ماته کوم مسؤلیت را له غاړي دی، بس همداسي بې مسؤلیته یو ځوان یم چې اوسېږم. د خپلو درسونو او کورینو چارو ترسره کولو په وړاندي غافل وي، ځان بې مسؤلیته ګڼي او همدارنګه د خپلي سستي د دوام لپاره بېلابېل دلیلونه لټوي.

۲ کله چې د کوم ځوان د خوب (ویده کېدلو) نظام ګډوډ شي، کله وختي او کله ناوخته ویده کیږي، همدارنګه کله په مازدیګر کې او کله بیا په غرمه کې ویدېږي او د خوب لپاره یې ټاکلی وخت نه وي. نو روغتیا ته یې زیان رسېږي او له دې سره سره یې په بدن او ذهن کې سستي پيدا کیږي.

۳ کوم ځوان چې همېشه له ټکنالوژي څخه کار اخلي، یعني همېشه په موټر یا موټرسیکل باندي تګ او راتګ کوي، په پښو تګ یې عادت نه وي نو په بدن کې یې سستي رامنځته کیږي او ورسره یې ذهن هم سستېږي.

۴ کوم ځوان چې د لویو کارونو له ترسره کولو څخه وېره ولري، د بېلګي په توګه، یو ځوان یو کتاب راواخلي، نو ترې وډار شي چې دا دوني لوی کتاب به نو اوس څوک مطالعه کوي! او داسي نور……. نو د هغه په بدن کې سستي رامنځته کیږي.

د سستي زیانونه او تاوانونه:

۱ د کوم ځوان په بدن کې سستي موجوده وي نو هغه ځوان د دنیوي او اخروي مسؤلیتونو او مکلفیتونو په وړاندي پاتي راځي. د مثال په توګه، سست ځوان، همېشه خوب کوي، ویده وي، آن تر دې چې زیاتره وخت د سهار لمونځ ترې قضاء شوی وي، د دې ترڅنګ د دین په نورو کارونو کې د سستي له امله پاتي راځي. همدارنګه که چیرته هغه ځوان چې په مکتب او یا پوهنتون کې که څه هم اول نمره وي خو چې په بدن کې یې سستي پيدا شي نو ورو ورو د ناکامۍ خواته ښکته کیږي او په چارو کې پاتي راځي.

۲ سست ځوان هیڅکله نشي کولای چې رهبر جوړ شي، د یوه لښکر، د یوه ټولۍ او یا د یوې ادارې رهبري نشي کولای. ځکه رهبري یوه متحرک او محنتي انسان/ ځوان ته اړتیا لري.

۳ هغه ځوان چې په بدن او ذهن کې یې سستي وي، هغه هیڅکله خپلو هدفونو ته نشي رسېدلای بلکي برعکس د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتي راځي.

څه ډول کولای شو چې له سستي څخه ځانونه وژغورو؟

د دې لپاره چې له سستي څخه مو ځانونه ساتلي او ژغورلي وي نو لاندي څو موارد په پام کې نیول پکار دي:

۱ باید له الله تعالی څخه دعا وغواړو چې زموږ له بدن او ذهن څخه سستي له منځه لاړه شي ځکه چې زموږ خوږ پیغمبر نبي کریم (ص) له سستي څخه پنا غوښتې ده.

۲ حد اقل باید خپل پنځه وخته لمونځ په خپل وخت سره آدا کړو او په ځان کې د تقوی پیدا کولو په لټه کې و اوسو.

۳ کوم کار چې غواړو ترسره یې کړو، باید په څو برخو یې ووېشو او په درجه درجه او زینه زینه ( په کراره کراره) سره یې ترسره کړو.

۴ د دې لپاره چې سستي مو له ذهن او بدن څخه ایسته شي نو لازمه ده چې په ځان باندي مسؤلیت ومنو. د بېلګه ډول: د کور مسؤلیت، د تعلیم مسؤلیت او… کله چې مو په ځان مسؤلیت ومانه نو بیا مجبور یو چې د خپل مسؤلیت رفع کولو او خپل هدف ته د رسېدو لپاره هلي ځلي او کوښښ وکړو.

هوکې!

لکه څومره چې ځواني لوی نعمت دی همدومره یې له دیني او دنیوي اړخه مسؤلیتونه او ذیمه دارۍ لويي او ستري دي. د دې ترڅنګ یې په وړاندي همدومره ننګوني، ګواښونه او په ټوله کې د ځوانۍ یو لوی بوج ځوان ته ور په غاړه دی. په همدې اساس مسلمان ځوان لپاره بویه چې د خپلي ځوانۍ د قدر پېژندلو سربېره خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته پوره پاملرنه وکړي، همېشه د پرمختګ په لټه کې شي، هغه پرمختګ که د تعلیم په برخه کې وي، که د فکري مبارزې په ډګر کې وي، که د ځان د اصلاح په میدان کې وي او که په ورته نورو برخو کې وي، باید په دې لاره کې له هري ممکني وسیلې کار واخلي، له سستي او کهالي څخه ډډه وکړي ترڅو یې یو خوا راتلونکی روښانه او بلخوا یې خپل مسؤلیتونه او مکلفیتونه په واقعي توګه ترسره کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx