افغانستان

هرات ولایت یو ځل بیا نسبتاً شدیدي زلزلې ولړزاوه.

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، تله ۲۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي احمدالله متقي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې نن سهار ۸ بجې او ۶ دقیقې هرات ولایت یو ځل بیا نسبتاً شدیدي زلزلې ولړزاوه.

یاده زلزله چې د ریښتر په کچه۶.۳ یې لوړوالی ښودل شوی دی، تر دې مهاله یې د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx